1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د یوازیتوب مرګ

۱۳۹۷ آذر ۴, یکشنبه

په هديره کې د کور د غړو، ملګرو او همکارانو له شتون پرته د ژوند پای. په آلمان کې د داسې کسانو شمیر مخ پر ډیریدو دی چې په عامه هديرو کې خاورو ته سپارل کیږي. دغه څه د آلمان په یوه ځانګړي نسل پورې هم نه دي تړلي.

https://p.dw.com/p/38s91
Urnengräber Urnengräberfeld auf dem Nordfriedhof in Oberhausen
انځور: Imago/Werner Otto

داسې څوک نه شته چې په نوموړي پسې اوښکې تويې کړي او پر مرګ یې خفګان څرګند کړي. د دغه ۴۶ کلن کس جسد تر مرګ اته میاشتې وروسته وموندل شو. د دغه کس مړی د رور په نامه د آلمان په تر ټولو ستره صنعتي سیمه کې د ګېلزن کیرشن په ښار کې په خپل کور کې موندل شوی دی.

کله چې سوزانا هانوسیک د نوموړي کس په هکله خبرې کوي، د هغې له انرژۍ ډک غږ ورو کیږي او غم پکې له ورایه ښکاري. هغې په دې هکله دویچه ویله ته وویل: «زه په شوک کې یم چې آن [د نوموړي مړه شوي کس] ګاونډيان د هغه په مرګ نه دي خبر شوي او یا دا چې دوی ته دا بې تفاوته وو. زموږ له ټولنې ډیر خلک په سادګۍ سره زموږ له ټولنې ورکیږي او هیڅوک ورته پام نه کوي. نه یوازې د دوی پر مرګ څوک خبر نه شول، بلکې د دوی د ژوند پرمهال هم چا دوی ته پام نه دی کړی.»

میرمن هانوسیک د نوموړي مړه شوي کس پر دوو موضوعاتو خبره ده چې یو یې نوم او بل د هغه د کور ادرس دی. د هغې په خبره د نوموړي کس نه د کورنۍ غړي، خپلوان او نه هم ملګري موندل شوي دي. هانوسیک زیاتوي چې ان د هغه ګاونډي نه غواړي او یا نه شي کولی چې د هغه په هکله نور جزئیات ورکړي.

تر مرګ وروسته میرمن هانوسیک او په ګیلزن کیرشن کې د یوې کلیسا کشیش د نوموړي مړه شوي کس د تدفین وروستي مراسم په خورا درنښت پر ځای کړل. د هغه د جسد پاتې شوني د نوموړي کس د ملګرو او د کورنۍ له غړو پرته په یوه عامه هديره کې خاورو ته وسپارل شو. د نوموړي کس د ښخولو د مراسمو مصارف د یاد ښار د ښاروالۍ د عامه نظم کمیسیون په غاړه اخیستي دي.

Gedenkfeier Erster Weltkrieg Belgien Militärfriedhof 4.8.2014
انځور: Getty Images

دغه راز پیښې په ځانګړې توګه د آلمان په همبورګ ښار کې ډیرې ليدل کیږي. د همبورګ ښار د هديرو د ادارې شمیرو ته په کتو سره، د داسې جنازو پیښې چې په عامه قبرستانونو کې د حکومت له لوري خاورو ته سپارل کیږي، ډیرې شوي دي. د دغه ښار د رسمي شمیرو له مخې د ۲۰۰۷م کال او ۲۰۱۷م کال ترمنځ دغه راز پیښې دوه برابره لوړې شوي دي او یوازې په ۲۰۱۷م کال کې د دغه راز پیښو کچه ۱۲۰۰ ته رسیدلې ده.

په عین وخت، د همدې مودې په ترڅ کې د آلمان د نورد راین ویست فالن ایالت په تر ټولو ستر ښار کولن کې هم د دغه راز پیښو په کچه کې زیاتوالی راغلی دی. د کولن ښارد ښاروالۍ د عامه نظم د رسمي شمیرو له مخې دغه راز پيښې یوازې تیر کال له ۴۸۶ څخه ۶۳۶ ته لوړې شوې دي.

د روغتیا، پاملرنې او برابرۍ د چارو له پاره د برلین د سنا د ادارې ویاند په حواله د آلمان په پلازمینه برلین کې بیا د دغه راز پیښو کچه  په ۲۰۱۲م کال کې له ۱۹۷۹ پیښو څخه په ۲۰۱۶م کال کې بيا له ۲۳۰۰ پیښو څخه هم اوښتې ده.