1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د کډوالو پر ضد مظاهرې شوې دي

۱۳۹۴ مهر ۲۱, سه‌شنبه

د کډوالو ضد یوې ډلې د آلمان په دریسدن ښار کې د دوشنبې په ورځ ناوخته په داسې حال کې مظاهرې وکړې چې همدا اوس هم دې هیواد ته ډیر شمیر کډوال د راتلو په حال کې دي.

https://p.dw.com/p/1Gn55
انځور: Reuters/H. Hanschke

د اروپايي ټولنې د اسلامي کیدو ضد دغه ډله یا پګیدا د انګلا میرکل د هغو سیاستونو خلاف ده چې د کډوالو په برخه کې یې خپل کړي دي.

د دوشنبې په ورځ ناوخته په دریسدن ښار کې شاوخوا ۹۰۰۰ کسانو د کډوالو ضد شعارونه ورکول. پولیسو همداراز ویلي دي چې په چیمنیتز او لیپزیګ ښارونو کې هم وړوکې مظاهرې رامنځته شوې.

په دریسدن کې په عین حال کې د پګیدا شاوخوا ۲۵۰ تنو مخالفینو د هغوی پر ضد مظاهرې وکړې او د هغوی پر ضد یې شعارونه ورکړل. خو پولیسو بیا دغه دوه ډلې له یو بل څخه بیلې وساتلې. د مظاهرې په جریان کې د پګیدا یو غړی د پولیسو له خوا ونیول شو.

د پګیدا د یوه بل غړي پر وړاندې کیدای شي چې د پولیسو له خوا تورونه ولګول شي. ځکه هغه له ځان سره د دار دوه حلقې لیږدولې چې ورباندې د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل او د دغه هیواد د اقتصاد د وزیر زیګمار ګبریل، نومونه لیکل شوي وو. د پولیسو یوه ویاند ویلي دي چې د دغه کس پر وړاندې د هغه قانون له مخې تورونه لګول کیږي چې په آلمان کې وګړو ته د مرګ ګواښ ورکول منع کوي. په دې اړه به د سه شنبې په ورځ پریکړه وشي.

تیره اوونۍ یوې نظر پوښتنې وښوله چې د میرکل له ګوند څخه په آلمان کې ملاتړ مخ په کمیدو دی دا په داسې حال کې ده چې آلمان ته د رسیدونکو کډوالو شمیر ورځ تر بلې مخ په ډیریدو دی. ویل کیږي چې په روان کال کې به دغه هیواد ته د ۸۰۰ زرو او یو میلیون په منځ کې کډوال ورسیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب