1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د کډوالو مسلکي شهادت نامې څنگه منل کیږي؟

محمد قاسم نوري۱۳۹۴ آذر ۱۹, پنجشنبه

آلمان غواړي هر څومره ژر چې کیدای شي د کډوالو تحصیلي او مسلکي اسناد له الماني اسنادو سره پرتله او وارزوي. دا کار به مهاجرو ته د کار زمینې برابرولو په برخه کې مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/1HLQk
انځور: Cucula/Verena Bruening

د مرکز گرمیو یو انجنیر په سوریه کي څه زده کړي؟ په پولینډ کي د یوه نجار مسلکي زده کړه څه ډول ده؟ او یا یوه مراکشۍ څه وکړي، څو په خپل هیواد کې کمپیوټري پروگرامونه جوړ کړي؟ دې ټولو پوښتنو ته په آلمان کي د مسلکي زده کړو پورتال یا انټرنټ پاڼه جواب ورکوي.

د مسلکي زده کړو د پورتال یا انټرنیټ پاڼي څخه شرکتونه او مسلکي اطاقونه د خارجي مسلکي زده کړو او تحصیلي سیسټم په باب معلومات ترلاسه کولی شي. دا ډیر یو عملي کار دی په ځانگړیتوگه اوس چي ډیري انسانان آلمان ته را مهاجر سوي دي.

دغه ټول معلومات د نورو تر څنگ د دانیل ویرندل او په کولون کي د الماني اقتصاد د انستیتوت لخوا راجمع کیږي. په داسي هیوادو لکه سوریه کي چه کورنۍ جگړه روانه ده د مسلکي زده کړو په باب معلومات راجمع کول اکثرأ سخت وي. خو ویرندل او ملگرې یې هم په دې برخه کې تجربې لري.

نوموړی وایې:«کله چي موږ د یو چا سره د تلیفون یا ایمیل د لاري تماس نیسو، نو هغه اکثرأ قطع کیږي. موږ په اونیو اونیو هیڅ معلومات په لاس نه راوړو، یا اصلأ یې په لاس نه رواړو، او نه پوهیږي، چي ددې کار له پاره یو مسؤل کس سته، او که هغه به هم شاید تښتیدلی وي.»

خو ویرندل او د هغه ټیم سره له دې وکولای سول چې په سوریه کي د مسلکي زده کړو نصاب او پروگرام ته لاس رسی پیدا کړي او په مجموع کې د۴۰ مسلکونو په باب ریسرچ وکړي. د هغې له جملې څخه د مرکز گرمیو او الکترومیخانیک مسلکو ته. داسي مسلکونه، چي الماني اقتصاد ورته عاجل مسلکي کسان په کار لري.

په جرمني کي د ۲۰۱۲ م کال راهیسي مهاجرین د دې حق لري چي مسلک یې ارزیابي سي او وکتل سي چي آیا مسلکي شهادت نامه یې د الماني شهادت نامې سره مساوي او یو ډول ده؟

آلمان هڅه کوي چې کډوالو د مسلکي زده کړو زمینه مساعده کړي.
آلمان هڅه کوي چې کډوالو د مسلکي زده کړو زمینه مساعده کړي.انځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

د مسلکي زده کړو پورتال یا انټرنیټ پاڼه د ۲۰۱۱ م کال راهیسي په جرمني کي موجوده ده.

دغه انټرنټ پاڼه د اقتصاد او انرژۍ وزارت له خوا تمویلیږي. د دغه پورتال په لسگونو کارکونکو تر اوسه پوري په تر ۷۰ زیاتو هیوادونو کي تقریبأ۱۵۰۰ مسلکونو په هکله معلومات را ټول کړي دي. ویرندل په دې هکله وایې:

«موږ یو ډیر متنوع اتنیکي ټیم لرو چې ډیري ژبي یې زده دي. موږ په خپل ټیم کي د تقریبأ ۱۷ ژبو کسان را ټول کړي دي چي کولای سي له اکثرو هیوادو سره بی له کومې ستونزې تلیفون یا ورته ایملونه واستوي.»

سربیره پردې د دغه انټرنټ پاڼې ۳۴۵ کاروونکي د مسلکي زده کړو د پورتال سره همکاري کوي. هغوي ټول خپل معلومات دغې صفحې ته ور داخلوي او په دې توگه د دغه پورتال د غنا سبب گرځي.

دا کار د دې سبب سو چي د مسلکي زده کړو پورتال د اروپا په کچه جایزه تر لاسه کړي. ویرندل او هغه ټیم اوس کوښښ کوي چي د افغانستان، پاکستان او ایریتریا د مسلکي زده کړو د پروگرام په باب هم معلومات راجمع کړي «دا کتل کيږي چي د کومو هیوادونو څخه ډیرې عریضې ورکول کیږي او یا اوس ور څخه ډیر مهاجر راځي خصوصأ هغوي چې دلته د پاتې کیدو ډیر چانسونه لري او د مسلکي زده کړو سندونه د ځانونو سره لري.»

د خارجي شهادت نامو مسلکي اطاقونه د ۵ قضیو څخه څلور یې مني او د الماني مسلکي زده کړو سره یې مساوي ارزیابي کوي. فقط څلور فیصده عریضې ردوي. خو هغوي باید دومره الماني ژبه زده وي چي دغه شرکت پرې بې له ستونزې کار وکولای شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب