1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په آلمان کې د چرسو صنعت وده کړې

۱۳۹۶ اسفند ۲۱, دوشنبه

په آلمان کې له کابو يوه کال راهيسې د درملو په توگه د چرسو د استعمال اجازه شته. آلماني شرکتونو له دې لارې ډيرې پيسې گټي. خو دغه گټه به تر هغه وورسته نوره هم زياته شي چې د آلمان بزگرانو ته د دغي بوټي د کرلو اجازه ورکړل شي.

https://p.dw.com/p/2u8Yo
Uruguay startet Marihuana-Verkauf in Apotheken
انځور: Reuters/A. Stapff

د «سپيکتروم کنابس» په نامه شرکت په خټه امريکايي مشر پيرير ديبس په آلمان کې د چرسو د څرخلاو په اړه وايي: «که په محافظه کاره توگه حساب وکړو نو د اټکل له مخې به موږ سږ کال په مياشت کې ۱۵۰ کيلو چرس وپلورو، خو موږ د لا زياتو بنگو د خرڅلاو انتظار لرو.»

هايدلبيرگ ته څيرمه په سنت لويس روت سيمه کې پروت دې شرکت د تير کال په وروستيو څلورو مياشتو کې د درملو په توگه د چرسو د خرڅلاو له لارې کابو يو ميليون یورو گټه کړې ده.

پيریر ديبس له اوږدې مودې راهيسې د آلمان په سوداگریز بازار کې فعال دی. هغه لومړی تن وو چې آلمان ته یې د بنگو پاڼي راوړې او په درملتونو یې وپلورلې. لومړی به یې دغه چرس له هالنډه راوړل او بيا وروسته له کاناډا.

د نوموړي د شرکت له پاره د ۲۰۱۷م کال د مارچ مياشت ډيره بختوره وه. په آلمان کې تر دې مخکې يوازې ۱۰۰۰ غوره کړل شويو ناروغانو کولای شول د يوه ځانگړي جواز له مخې چرس د درملو په توگه له درملتون څخه ترلاسه کړي. خو تر مارچ مياشتې وروسته ډاکتران کولای شي خپلو مريضانو ته د چرسو يا بنگو د پاڼو د استعمال وړاندیز وکړي. په ځينو ځانگړو شرائطو کې حتی بيمې موظفې دي چې په بنگو سره د ناروغانو د درملنې لگښت پر غاړه واخلي.

د چرسو د صنعت سترگې آلمان ته دي

د تير کال په سپتمبر میاشت کې د آلمان په بازار کې د چرسو کمښت ترسترگو شوی وو. خو د ديبس په حواله اوس دغه ستونزه حل شوې ده او په آلمان کې د درملنې په موخه د بنگو د پاڼو د استعمال له اجازې راهيسې يو شمير شرکتونو د دې په تجارت لاس پوري کړی دی. په دې شرکتونو کې د کولن د «کاناميديکل» شرکت هم شامل دی.  د دې شرکت څخه نکلاس کوپارانس وايي: «د چرسو بازار ډير په چټکې سره د ودې په حال کې دی او موږ خوښ يوو چې د دې يوه برخه يوو.» خو نوموړي په دې اړه څه ونه ويل چې شرکت یې په دې تجارت کې څومره پيسې بندي کړي او څومره گټه يې کړې ده.

د ديبس په حواله آلمان د اروپا لومړی هيواد دی چې د درملنې په موخه پکښې د چرسو کارول قانوني دي او دا ۸۰ ميليونه نفوس لري. همدا وجه ده چې آلمان اوسمهال په نړۍ کي يو ستر بازار دی چې په ټول هيواد کې چرس د طبي موخو له پاره په قانوني ډول ترلاسه کيدلای شي.

Israel Hanf-Plantage in Safed
انځور: picture-alliance/dpa/A. Sultan

په آلمان کې د چرسو کرل

د آلمان شرکتونه نه يوازې د چرسو د وارداتو له کبله د ډيرې گټې په تمه دي، بلکې په راتلونکي کال کې به په لومړي ځل دغه بوټی همدلته وکرل او توليد شي. په آلمان کې د چرسو د خرڅلاو او توليد تخصصي آژانس له خوا د راتلونکو درو کلونو له پاره د کابو ۶،۶ ټنه پاڼو توليد اجازه ورکړل شوې ده.

په اصل کې د ۲۰۱۷م کال  په پای کې بايد دا روښانه شوې وای چې په آلمان کې کوم شرکتونه د دې نبات د کښت اجازه لري. خو ډيړو کسانو د دې له پاره د نوم ليکنې پر شرايطو نيوکې کړي او د دې پروسې پر ضد یې حقوقي دعوې کړي دي. په دوسلدورف کې د استيناف محکمې له خوا ويل شوي دي چې په دې اړه به د محاکمو پريکړې د مارچ په پای کې وشي او که چیري د دعوا کوونکو په حق کې پريکړه وشي نو خطر شته دغه ټوله پروسه ناکامه شي.

د چرسو غوښتنه زياته شوې ده

په آلمان کې په چرسو سره د تداوي کوونکو ناروغانو شمير ډير زيات لوړ شوی دی. په داسې حال کې چې د آلمان حکومت په دې اړه تر قانوني تعديل وروسته په کال کې د کابو ۷۰۰ ناروغانو اټکل کړی وو، د «Rheinischen Post» ورځپاڼي د نظر پوښتنو په حواله د دې قانون له پلي کيدو راهیسې د بيمو شرکتونو ته د کابو ۱۳۰۰۰ مريضانو غوښتنليکونه رسيدلي دي.

له همدې امله اوس د دې تجارت سره تړلي ټول په دې نظر دي چې په آلمان کې د کانابس يا بنگو د آژانس له خوا ټاکل شوی مقدار به د دلته موجودې تقاضا له پاره بسنه ونه کړي.

Nicolas Martn (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: