1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د مهاجرت پس منظر لرونو کسانو شمیر لوړ شوی

۱۳۹۶ مرداد ۱۰, سه‌شنبه

په آلمان کې د هغو کسانو شمیر تر بل هر وخت لوړ شوی دی چې د مهاجرت پس منظر لري. په ۲۰۱۵ کال کې پیل شوی د مهاجرت کړکیچ ښايي په دې موضوع کې ډیر لوی نقش ولري.

https://p.dw.com/p/2hVJK
Deutschland Asylbewerber in Berlin Symbolbild
انځور: Getty Images/S. Gallup

د آلمان د احصاییې فدرالې ادارې د سه شنبې په ورځ تازه شمیرې خپرې کړي چې په کې راغلي، په دې هیواد کې ټول ټال ۱۸،۶ میلیونه داسې کسان ژوند کوي چې د مهاجرت ریښې لري. دا پنځم کال دی چې دغه شمیر تر مخکیني کال لوړیږي. ویل کیږي چې په دې ترتیب سره نو د هرو پنځو کسانو په ډله کې یو یې بهرنۍ ریښې لري. دا له ۲۰۰۵ کال راهیسې د سلنې له لحاظه ډیر زیات لوړوالۍ ښيي.

د احصایې ادارې چارواکو ویلي دي چې د مهاجرت پس منظر لرونکو کسانو په شمیر کې زیاتوالی له دې کبله راغلی دی چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې په یوه وار سره ډیر شمیر کډوال آلمان ته ورسیدل.

په آلمان کې د مهاجرت پس منظر لرونکي ډیر کسان له ترکیې او د اروپايي ټولنې د نورو هیوادونو څخه راغلي وګړي دي.

خو شمیرې ښيي چې په آلمان کې د منځیني ختیځ او افریقا د هیوادونو وګړو شمیر هم په وروستیو کلونو کې لوړ شوی دی. د احصایې د ادارې شمیرې ښيي چې له دغو دوو سیمو څخه د رسیدونکو کسانو شمیر ۵۰ سلنه لوړ شوی.

په آلمان کې میشت ۷۴۰۰۰۰ کسان افریقايي ریښې لري او ۲،۳ میلیونه نور بیا د منځیني ختیځ هیوادونو څخه دې هیواد ته راغلي دي. د هغو کسانو له ډلې څخه چې په آلمان کې اوسیږي او د مهاجرت پس منظر لري، نیمایي یې د آلمان د تابعت خاوندان دي.

په رپوټ کې دا هم راغلي دي چې د مهاجرت پس منظر لرونکي کسان د هغو آلمانیانو په پرتله چې دغه شان پس منظر نه لري، نهه سلنه ډیر ښوونځي مخکې له دې چې لاس ته راوړنې ولري، پریدي.

د آلمان د احصایې فدراله اداره هغه کسان د مهاجرت پس منظر خاوندان ګڼي، چې د زیږیدو پر مهال یې آلماني تابعت نه لري او یا دا چې د والدینو له ډلې څخه یو یې د زیږیدو پر مهال آلماني تابعت نه ولري.