1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په آلمان کې د قرنطين شوو کسانو دوره پای ته ورسيده

۱۳۹۸ بهمن ۲۷, یکشنبه

د چين له ووهان ښار څخه آلمان ته راوستل شوي څه باندې سلو کسانو د قرنطين ۱۴ ورځنۍ دوره د یکشنبې په ورځ پای ته ورسیده. له دغو کسانو څخه په يوه کې هم د نوي کرونا ويروس مثبته نښه نه ده لیدل شوې.

https://p.dw.com/p/3XrJP
Berlin Flughafen Tegel Evakuierte aus Wuhan
انځور: Reuters/H. Hanschke

د چین له ووهان ښار څخه آلمان ته انتقال کړل شوي کسان د دغه هيواد په سويلي ښار، ګيرمیرشايم کې په يوې پوځي اډه کې قرنطين ول. د آلمان خبري آژانس په حواله په طبي تيستونو کې د دغو کسانو له ډلې څخه يوه يې مثبته پايله نه ده لرلې.

د کرونا نوی ويروس چې په سپتمبر مياشت کې په چين کې شيوع کړې، تر اوسه ورباندې د نړۍ په کچه څه باندې ۶۹ زره کسان مبتلا شوي دي. د کرونا ناروغۍ تر اوسه د چين په اصلي خاوره او پنځه نورو ځايونو کې ۱۶۶۵ تنه مړه کړه دي.

د نړۍ د ورغتيا سازمان دغه ويروس ته د کوويد-۱۹ نوم ورکړی دی.

اروپايي ټولنې په نهو اروپايي هيوادونو کې د کرونا ويروس د ۴۷ پيښو څخه خبر ورکړی دی. فرانسې د شنبې په ورځ د دغه ويروس له کبله په اروپا او له آسيا څخه بهر په اروپا کې کرونا ناروغۍ د لومړنۍ مړينې څخه خبر ورکړ. ويل شوي چې مړ شوی کس يو ۸۰ کلن چينايي سيلانی وو.