1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ادغام له پاره د مهاجرینو له لوري ټولنیز خدمات کول؟

۱۳۹۷ شهریور ۳, شنبه

د انګلا میرکل د محافظه کارانو د ګوند یو شمیر غړي وايي چې د یوه کلن ټولنیز خدمت له لارې به مهاجرین ښه ادغام شي. دغه وړاندیز د آلمانانو له پاره د اجباري خدمت د نظریې پر وړاندیز تر پراخ بحث وروسته مطرح شوی دی.

https://p.dw.com/p/33jtR
Approbationskurs für Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

د انګلا میرکل د محافظه کارانو د ګوند عمومي سکرترې د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د اګست ۲۵مه)  وویل چې د مهاجرینو او پناه غوښتونکو له لوري یو کلن ټولنیز خدمت به د دې سبب وګرځي چې دوی د آلمان په ټولنه کې ښه ادغام شي او دغه څه به د عامو خلکو له لوري د دوی د منلو په بهیر کې هم مرسته وکړي.

د روانې میاشتې په لومړیو کې د آلمان مسیحي دموکرات یا «سي. ډي. یو» دغه بحث ته وروسته له هغې لمن ووهله کله چې په دې هیواد کې د آلمانانو له لوري د یوه کلن پوځي خدمت کولو یا د ټولنیزو خدمتونو د بیا عملي کولو د نظریې وړاندیز وشو.

Deutschland CDU Merkel mit Kramp-Karrenbauer
انځور: Reuters/H. Hanschke

د آلمان مسیحي دموکرات اتحاد ګوند یا «سي. ډي. یو» جنرال سکرترې، انه ګرېت کرامپ کرنباور د فونکه میدیا ګروپ په نامه د آلمانۍ ورځپاڼو ډلې او د اویست فرانس په نامه فرانسوۍ ورځپاڼې ته ویلي چې د محافظه کارانو د ګوند ګڼ شمیر غړي د اجباري ټولنیزو خدمتونو د بيا رامنځ ته کولو د نظریې ملاتړي دي ترڅو د آلمان په ټولنه کې ټولنیز او ملي یو موټی کیدل وهڅول شي.

کرامپ کرنباور په دې برخه کې یادو رسنیو ته ویلي چې دوی [محافظه کاران] په دې فکر دي چې دغه راز خدمتونه به نه یوازې د آلماني اتباعو له پاره وي، بلکه مهاجرین او پناه غوښتونکي هم باید له دغه څخه استثنی نه وي. د هغې په خبره هغه مهاجرین چې په آلمان کې ژوند کوي او قانوني عمر یې پوره کړی وي.

هغې زیاته کړې چې که چیرته مهاجرین دغه راز یوه کلنه اجباري او یا رضاکارانه دوره پای ته ورسوي، دغه څه به له دوی [مهاجرینو او پناه غوښتونکو] سره په دې هیواد او په آلماني ټولنه کې د دوی د ادغام په برخه کې مرسته وکړي. هغه وايي چې په دې توګه به د عامو خلکو له لوري د دغه موضوع په منلو کې هم ډیروالی راشي چې مهاجرین زموږ په منځ کې ژوند کوي.

Approbationskurs für Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

له پوځي خدمت سره مخالفت

د ۲۰۱۵م کال راهیسې هغه مهال چې په آلمان او اروپايي ټولنه کې د مهاجرت کړکیچ حاکم وو، آلمان له یو میلیون څخه ډیر مهاجرین په خپل هیواد کې منلي دي چې دغې موضوع د مهاجرینو د ادغام په هکله اندیښنې او په عین وخت کې یې د عامو خلکو منفي عکس العملونه هم راپارولي دي.

د آلمان په پوځ کې خدمت کول په ۲۰۱۱م کال کې وروسته له هغې متوقف شو، کله چې برلین د آلمان پوځ صرف اُجرتي کړ. تر دغې موضوع وړاندې، په آلمان کې میشت ټول ځوانان اړ وو چې د دې هیواد په پوځ یا «بوندیس ویر» کې خدمت وکړي او یا هم په ملکي لکه د روغتیا پالنې او یا بیړنیو مرستو په برخو کې لنډمهاله خدمت ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې آلماني چارواکو لا له وړاندې نه د پوځي اجباري خدمت د موضوع د بیا عملي کولو پر وړاندې خپل مخالفت څرګند کړی. دوی استدلال کوي چې د یوه عصري او مسلکي پوځ له پاره دغه راز یوه هڅه ضروري نه ده او ډیر لګښت غواړي.

د آلمان له محافظه کارانو څخه کرامپ کرنباور همدا راز ویلي چې ټاکل شوې مسیحي دموکرات یا «سي. ډي. یو» د روان کال په دسمبر میاشت کې د دې ګوند په کنفرانس کې د سړیو او میرمنو له پاره د یوه کلن ټولنیز خدمت پر څلورو نورو مودلونو یا طرحو باندې هم بحث او خبرې وکړي.

 (AFP, KNA, epd, dpa, Reuters)