1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د احتمالي بریدونو په هکله خبرداری

آژانسونه۱۳۹۳ دی ۲۷, شنبه

د آلماني رسنیو د رپوټونو له مخې، امنیتي چارواکو د تندلارو اسلامپالو له لوري د برلین او دریسدن په ښارونو کې د احتمالي گواښونو خبره کړې ده. تیر کال د آلمان د بن ښار د اورگاډو په سټیشن کې دغسې یوه هڅه ناکامه کړای شوې وه.

https://p.dw.com/p/1ELzB
انځور: picture-alliance/dpa

د رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د «دیر شپیگل» په نوم د آلمانۍ مجلې د احتمالي بریدونو په هکله معلومات د جمعې په ماښام د آلمان امنیتي چارواکو تائید کړي دي. زیاته شوې ده چې پر دې سربیره د پیگیدا یا (د لویدیځ د اسلامي کولو پر ضد وطنپال اروپایان) لاریونونه هم له احتمالي گواښ سره مخامخ دي.

پيگیدا هم له گواښ سره مخامخ ده؟

«دیر شپیگل» مجلې په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې ډیر شمیر بهرنیو استخباراتي ادارو آلماني چارواکو ته یو ډول معلومات ورکړي دي چې د آلمان د پلازمینې برلین او د دریسدن د ښارونو د اورگاډو سټیشنونه یا تم ځایونه د تندلارو اسلامپالو د احتمالي بریدونو هدف گرځیدای شي. د نوموړې مجلې د رپوټ له مخې دغو بهرنیو استخباراتي ادارو په نړیواله کچه د تندلارو اسلامپالو د تلیفوني اړیکو محتوا هم کشف کړې ده. په دغه څه کې د پیگیدا پر غورځنگ د بریدونو په هکله خبرې شوي دي. د دیر شپیگل مجلې، د یوه لوړ پوړي آلماني چارواکي له قوله لیکلي دي: «موږ دغه اطلاعات ډیر جدي نیسو.» زیاته شوې ده چې په لویو ښارونو کې د اورگاډو په سټیشنونو کې د پولیسو حضور ډیر کړی شوی دی.

په عین حال کې د آلمان د کورنیو چارو وزارت دغه معلومات نه تائید کړي او نه یې هم رد کړي دي. د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر ویلي دي چې آلماني چارواکو په پاریس کې تر یرغلونو وروسته بېلابېل معلومات تر لاسه کړي دي. زیاته شوې ده چې ټول معلومات په دقیقه توگه ارزول کیږي. توماس دیمزیر یادونه کړې ده چې «د آلمان امنیتي چارواکي پر ټولو هغو اقداماتو باندې لاس پورې کوي، چې په اغیزمنه توگه د ولس حفاظت وکړي.» د توماس دیمیزیر په وینا د هر اقدام په هکله معلومات نه ورکول کیږي.

په برلین کې پولیسو په ټوله کې یوولس کورونه تالاشي کړل
په برلین کې پولیسو په ټوله کې یوولس کورونه تالاشي کړلانځور: picture-alliance/dpa/L. Schulze

په تیرو څو ورځو کې په آلمان، بلجیم او فرانسه کې د تندلارو اسلامپالو ډلو پر وړاندې پولیسو پر یو لړ اقداماتو لاس پورې کړی دی. په عین وخت کې د بلجیم امنیتي چارواکو په ډاگه کړې ده چې د دغو عملیاتو له کبله یې د پلان شویو بریدونو مخه نیولې ده، خو د آلمان د امنیتي چارواکو له لوري په دې هکله کوم معلومات نه دي ورکړل شوي چې په برلین کې نیول شوي تندلارو اسلامپالو په آلمان کې د دغسې اعمالو نیت لاره که نه.

د جمعې په ورځ سهار پولیسو د پراخو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه شکمن تندلاري اسلامپاله ونیول. لکه څرنگه چې لویې څارنوالۍ او پولیسو خبر ورکړی دی پر دغو دواړو ترکانو تور دی چې د «اسلامي دولت» نومې افراطي ډلې سره یې مرسته کړې او په سوریه کې یې دولت ته د گواښ جوړونکي یوه عمل د تر سره کیدو له پاره چمتووالی نیولی وو.

خو ویل شوي دي چې دغو نیونو په پاریس کې د ترسره شوو بریدونو سره کوم تړاو نه درلود. د لویې څارنوالۍ د اټکلونو له مخې دغه نیول شوي شکمن کسان د ترهگریزو فعالیتونو د لوژيستکي امکاناتو برابرولو اصلي هسته وه. د لویې څارنوالۍ ویاند مارتین شتېلتنر، ویلي دي چې احتمالا دغو کسانو د «اسلامي دولت» لیکو ته جنگیالي جذبول او سوریې ته یې د هغوی په استولو کې مرسته کوله. په برلین کې په تر سره شوو عملیاتو کې ۲۵۰ تنو پولیسو برخه درلوده چې په کې ځانگړې کوماندو هم شامله وه. په ټوله کې یوولس کورونه پلټل شوي وو.