1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې تور کار کوم خطرونه لري؟

۱۳۹۸ شهریور ۲۱, پنجشنبه

هغه کارفرمایان چې په آلمان کې په غیر قانوني توګه کارکوونکي ګوماري کیدای شي تر۵۰۰ زره یورو پورې جریمه او یا آن زندان ته واستول شي. په ځینو مواردو کې هغه مهاجر چې تور کار کوي د اخراج او زندان له ګواښ سره مخامخ کيدای شي.

https://p.dw.com/p/3PTcj
Symbolbild Haushaltshilfe
انځور: picture-alliance/dpa/K. Remmers

کرازیمیز له دوو کلونو راهیسې پرته له دې چې د آلمان په کلن ښار کې ثابت کار او یا هم استوګنځای ولري، اوسیږي. هغه ډیر وخت په یوه زوړ میني بس کې ویده کیږي. هغه خپل ژوند په هغه پیسو پر مخ وړي چې د غیر قانوني کار له طریقه یې ترلاسه کوي. هغه هره ورځ له خپل کارفرما څخه د ۵۰ او ۶۰ یورو تر منځ نقدې پیسې ترلاسه کوي. د آلمان ادارې د هغه له کاره خبر نه دي.

ځیني  وختونه داسې هم کیږي چې د هغه کارفرمایان، ورته د پیسو له ورکولو ډډه کوي. کله چې کرازیمیر له دغو کسانو څخه پیسې غواړي نو، ګواښل کیږي. د پیسو نه ورکوونکي کارفرمایان کرازیمیز ګواښي چې که خپلې پیسې وغواړي نو پولیس به پرې خبر کړي.

د کرازیمیر کورنۍ په بلغاریا کې اوسیږي نو له دې کبله باید دی کار وکړي چې هغوی ته پیسې واستوي.

که څه په آلمان کې د بیکاري کچه په نسبي توګه ټیټه ده، خو بیا هم بهرنیان او مهاجر په دې هیواد کې د کار د موندلو په برخه کې ستونزې لري.

ډیر کار وکړئ، چې د شغل خاوندان شئ

پناه غوښتونکي په ټوله کې اجازه لري چې د آلمان پیچلو محدودیتونو په پام کې نیولو سره کار وکړي. هغوی کولی شي د پناه غوښتنې د درخواست تر ورکولو درې میاشتې وروسته د کار اجازه ترلاسه کړي. هغوی هغه وخت کار کولی شي چې د «هرکلي په مرکزونو» کې نه وي. پر دې سربیره کې پناه غوښتونکی د غنا، سینیګال، صربستان، بوزسنیا او آلبانیا په څیر امنو هیوادونو اتباع وي، نو د کار اجازه نه شي ترلاسه کولی.

یو لامل چې د پناه غوښتونکو د کار موندنې پر وړاندې ستونزې راولاړوي، د قوانینو پیچیدګي ده چې له کبله یې کارفرمایانو د پناه غوښتونکو له ګومارني ډډه کوي. پر دې سربیره د افغانستان په ګډون ډیرو هیوادونو کډوال پر هغو مسلکي معیارونو برابر نه وي د کوم له مخې چې آلماني شرکتونه خپل کارکوونکي ګوماري. په آلماني ژبه نه پوهیدل، بل هغه لامل دی چې له کبله یې پناه غوښتونکي د کار په موندلو کې له ستونزو سره مخامخ کيږي.

د کار په اړه قضیو کې متخصص وکیل زیمفرا دلوفاني، وایي چې پر دې سربیره نورل املونه هم شته چې پناه غوښتونکي یې له کبله کار نه شي موندلی او پټ یا تور کار ته مخه کړي. هغه وویل: «زه فکر کوم چې اوس ډیر داسې کاري فرصتونه شته په عالي سطحه په آلماني ژبه پوهیدو ته اړتیا نه لري.»

د دې وکیل په خبره یو شمیر له مالیاتو څخه د تیښتې او له خپل کارفرما څخه د نقدو پیسو د ترلاسه کولو له پاره تور کارونه کوي. پر دې سربیره د دې وکیل په خبره راتلونکې ته هیله هم پر دې پریکړه اغیز لري چې ایا یو کس تور کار ته زړه ښه کوي او که نه. هغه زیاته کړه: «هغه کسان چې په دې ځای کې د پاتيدو چانس لري، دا انګیزه لري چې د تقاعد له پاره نوم لیکنه وکړي، ژبه زده کړي، یو مسلک زده کړي چې وشي کړای د تقاعد پیسې ورکړي. هغه کسان چې په دې ځای کې د پاتېدو چانس نه لري، ښايي له دې سره لیوالتیا ولري چې د خپلو ګټلو پیسو هر سنت په خپله واخلي، مالیه او تقاعد ور نه کړي. »

آلمانیان هم تور کار کوي

په دقیقه توګه روښانه نه ده چې په آلمان کې څومره کسان تور کارونه کوي خو دا یوازې مهاجر نه دي چې دغه ډول دندې پر غاړه لري. د آلمان د مهاجرو او پناه غوښتونکو اداره وايي چې داسې شواهد په لاس کې نه شته چې ښيي مهاجر او پناه غوښتونکي د آلمانیانو په پرتله ډیر تور کارونه کوي. د دې ادارې په خبره اټکل وهل کیږي چې په سلهاو زره آلمانیان، د اروپايي او نورو هیوادونو اتباع همدا اوس د کار اجازې له لرلو او مالیاتو ورکولو پرته په کار بوخت دي.

دغه اداره وايي چې که څه هم غیرقانوني کارګر په هر بخش کې موندل کیږي، خو ډیر کسان چې تور کارونه کوي غواړي په رغونې، هوټلدار، د غوښې کارخانو او ترانسپورت په بخشونو کې کار وکړی.

د تور کار منفي جنبې

هغه کسان چې تور کارونه کوي، د نورو په پرتله تیټ معاش ترلاسه کوي. په ځینو مواردو کې خو کارفرمايان ان د تور کارکوونکو معاشونه هم نه ورکوي: «ما ډیر خلک په دې وضعیت کې لیدلي دي چې کار یې کړی خو په دې نه دي توانیدلي چې خپل کار کول ثابت کړي.»

پر دې سربیره د دغو کسانو د کار شرایط هم مناسب نه وي او په ځینو وختونو کې ورته متوجه ګواښونه تر نورو ډیر وي. که یو تور کارکوونکي ته د کار په جریان کې زیان ورسیږي، نو اړ دی چې خپل ټول لګښتونه په خپله پر غاړه واخلي.

پناه غوښتونکي چې تور کار کوي د استثمار له ګواښ سره هم مخامخیږي. ډیر وخت هغوی ته د کار ژمنه کیږي او آلمان ته راوستل کیږي خو بیا وروسته ترې ناوړه استفادې کیږي.

د تور کار پر مهال د نیول کیدو په صورت کې جریمه څومره ده؟

که د آلمان ګمرکي پولیس او مالیاتي چارواکي څوک د تور کار پرمهال وموندي نو هغه جریمه کیدای شي. هغه څوک چې مهاجر په غیر قانوني توګه په کار ګوماري تر۵۰۰ زره یورو پورې جریمه کیدای شي. په ځیني جدي مواردو کې هغوی زندان ته هم استول کیدای شي.

هغه مهاجر او پناه غوښتونکي چې تور کارونه کوي، له جننایي او مدني تورونو سره مخامخیدای شي. په ډیرو مواردو کې دغه کسان یوازې په جریمه مجازات کیدای شي. دا احتمال هم شته چې هغوی زنداني او یا هم اخراج شي.

(ms/nz (Infomigrants