1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کی د کډوالو د شمیر محدودلو غوښتنه

۱۳۹۴ مهر ۱۳, دوشنبه

د صدراعظمي انګلا میرکل، محافظه کاره متحدانو له هغې څخه غوښتي دي چې په آلمان کې د پناه غوښتونکو حد معلوم کړي. په همدې حال کې یوي آلماني ورځپاڼې وړاندوینه کړې چې سږ کال به ۱،۵ میلیونه کډوال آلمان ته راشي.

https://p.dw.com/p/1Gikt
Flüchtlinge an deutsch-österreichischer Grenze
انځور: picture-alliance/dpa

له آلمانۍ «دویچلند فونک رادیو» سره په مرکه کې د آلمان صدراعظمي انګلا میرکل، وویل چې سره له دې چې د کډوالو کړکیج لپاره د حل لاره موندل یو سخت کار دی خو آلمان دې ستونزې سره د مخامخ کیدو توان لري.

میرکل زیاته کړې ده چې د غوښتونلیک د منلو پروسه باید چټکه، او سرحدونه کنترول شي. صدراعظمې همدا راز وویل چی دا هم ډیره مهمه ده چی د کډوالۍ اصلي لاملونه په ګوته شي او دا چې کډوال د اروپایي ټولنې پر ټولو غړو هیوادونو په عادلانه توګه وویشل شي.

میرکل ویلي دي چې په پولو باندې د اغزي لرونکې سیمونو موانع جوړول بی معنی کار دی، ځکه چې کډوال بیا اروپا ته د راتګ بله لاره پیدا کوي. هغې همدا راز وویل: «زه فکر نه کوم چې اغزي لرونکي موانع کومه ګټه ولري، موږ په هنګري کې د دې شاهد وو.»

د کډوالو پر وړاندې د میرکل سیاست په آلمان کې بیلابیل غبرګونونه راپارولي دي.
د کډوالو پر وړاندې د میرکل سیاست په آلمان کې بیلابیل غبرګونونه راپارولي دي.انځور: Reuters/H. Hanschke

میرکل دا هم وویل چې د آلمان د پناه غوښتنې په قانون کې به کوم بدلون را نه شي او هیواد به یې د ۱۹۵۱ کال د ژنیو د کډوالو اساسنامه رعایتوي.

د «بېلد» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې د خپل د دوشنبي ورځې په یوه رپوټ کې ویلي دي چې سږ کال آلمان ته د راتلونکو کډوالو شمیر تر یو نیم میلیون کسانو پورې رسیدای شي. د آلمان فدرال حکومت تر اوسه پورې په رسمي توگه په روان کال کې له ۸۰۰ زرو څخه تر یو میلیون مهاجرو د راتلو اټکل کاوه.

د بېلد ورځپاڼه زیاتوي چې د سږ کال په څلورمه ربع کې هره ورځ له پولې په غیر قانوني توگه له ۶۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰ کډوالو د اوښتو اټکل شوی دی.

شویبله: موږ دا نشو اداره کولی

د آلمان د مالیې وزیر ولفګنګ شویبله، د یکشنبې په ورځ له ZDF تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې اروپا باید دې لویې وچې ته د راتلونکو کډوالو شمیر ته یو حد وټاکي. شویبله زیاته کړه: «موږ باید اروپا ته د راتلونکو کډوالو شمیر ته یو حد وټاکو او موږ نور نه شو کولی په عمومي ډول دا پروسه مدیریت کړو.» شویبله زیاته کړه: «اروپا به دا کار ډیر ژر وکړي او تر ټولو وړاندې به یي له ترکيي سره ترسره کړي.»

آلمانۍ «فرانکفورتر الګماین زونتاګ څایت» مجلې او د دی هیواد د ARD په نامه تلویزیونې شبکې د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چی اروپایي ټولنې او ترکیې سره موافقه کړې ده چې په ترکیې کې به د دوه میلیونه کډوالو لپاره شپږ نوي کمپونه جوړ کړي او د پولو د کنترول لپاره به ترکیه او یونان یو ځای کار پیل کړي.

لورینز کافییر چې د انګلا میرکل له ګوند څخه دی د یکشنبې په ورځ وویل چې د ۲۰۱۵ کال تر پاې پورې ښایي تر ۱،۵ میلیونه پورې کډوال آلمان ته راشي. هغه «ویلت ام زونتاګ» ورځپاڼې ته په ډاګه کړه چې ډیری فدرالي ایالتونه نور د کډوالو د منلو ګنجایش نه لري.

همدا راز د بایرن ایالت لومړي وزیر هورست زیهوفر، هم د کډوالو په برخه کې د خپل هیواد پر سیاست باندې نیوکه کوي او وایي چې میرکل په دې مورد که غلطه پالیسي خپله کړې ده.

د شنبي په ورځ په شیمنتز ښار کې شاوښوا ۱۰۰۰ تنه سره راټول شول او د هغه پلان پر ضد یي مظاهره وکړه چی له مخي يي په دې ښار کې یو پخوانی پوځي کمپ د کډوالو پر استوګنځای باندې بدلیږي.

د شنبي په ورځ د ګولتز په ښار کی هم ۱۰۰۰ تنه راټول شوي وو او د کډوالو پر ضد یی شعارونه ورکول چې «ګولتز خپل ځان پخپله ساتي». په همدې حال کی ۵۰۰ نورو کسانو بیا د کډوالو په ملاټر په همدی ښار کی مظاهره وکړه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب