1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي کډوال تر نورو خوشاله دي

احمد ولي اڅکزی/ دويچه ويله۱۳۹۲ آذر ۱, جمعه

په آلمان کي يوه څېړنه ښيي چي په دغه هيواد کي اوسېدونکي کډوال د يو شمېر آلمانيانو په پرتله ځانونه لږ خوشال نه گڼي. مخکي داسي ويل کېده چي يو شمېر کډوال په دغه هيواد کي د خوشحالي هيڅ احساس نه لري.

https://p.dw.com/p/1AMWn
انځور: DW/Aygül Cizmecioglu

خوشالي څه ته وايي؟ څوک څرنگه کولای سي چي خوشاله اوسي؟ دا هغه پوښتنې دي چي ساينسپوهان يې د جوابونو په لټه کي دي. په عمومي توگه خوشالي هغه حالت ته ويل کيږي چي يو انسان يې د قناعت او بسيا کېدني د احساس په توگه له ځان سره لري.

ساينسپوهان د خوشالۍ اندازه هم معلومولای سي. د «خوشالۍ اتلس۲۰۱۳» نومې څېړنه کي ساينسپوهانو همدغه کار کړی دی. دوی په آلمان کي انسانان د هغوی د احساساتو په هکله پوښتلي دي چي هغوی ځان څومره خوشاله احساسوي. د دغې څېړني مالي لگښت د آلمان د پوستي شرکت دويچه پوست پر غاړه اخيستی دی. د دغي څېړني پايلي د انتظار برخلاف دي.

کډوالتوب د خوشالۍ سبب گرځېدلای سي

د څېړني د پايلو له مخي هغه کډوال چي په آلمان کي ژوند کوي، په نسبي ډول زيات خوشاله دي. د دوی دغه خوشالي د څېړني په ترڅ کي د پوښتل سوو آلمانيانو د خوشالۍ تر اوسط مقدار لږ نه ده. په پوښتل سوو کډوالو کي ۴۹ سلنه کسانو ويلي دي چي له خپل اقتصادي حالت سره ډېر خوشاله دي. دا په داسي حال کي ده چي د آلمانيانو صرف ۴۵ سلنه برخه خپل اقتصادي حالت ښه بولي.

د آلمان په کولن ښار کي له کډوالو سره د رواني مرستو د مرکز رئيس عارف يونال وايي چي د څېړني دغه پايلي د ده له پاره د تعجب وړ نه دي. هغه وايي: «کډوالتوب د صحت له پاره مثبتي اغېزې لرلای سي. دا په دې پوري هم اړه لري چي د کومو وجوهاتو له کبله او په کومو شرايطو کي يو څوک خپل هيواد پرېږدي او بل هيواد ته کډوال کيږي. د زياتو کډوالو له پاره بل هيواد ته ځان رسول د خپل ژوند د ژغورني مانا ورکوي، چي له همدې کبله دغه انسانان ډېر خوشاله وي.» عارف يونال ترکی دی. هغه د ترکيې په کوکماڅ سيمه کي ږېږېدلی دی خو اوس په آلمان کي ژوند کوي.

لږ خواهشات، ډيره خوشالۍ

دا چي کډوال ولي نسبتاً له خپل ژوند څخه زيات خوشاله وي، په هکله يې د خوشالۍ څېړونکی او کارپوه جان دېلهې وايي: «د زياتو دغو کډوالو له پاره په آلمان کي ژوند د خپل هيواد په پرتله بهتره وي.» دغه کارپوه دا هم وايي چي خوشالي يو داسي شی ده چي پرېکړه يې د چا په خپل لاس کي نه وي. د نوموړي په وينا په دې کي څو عنصرونه مهم رول لوبوي. هغه وايي: « څوک دا هوډ نسي کولای چي گواکي زه به د خپل ژوند څخه ځان خوشاله کوم. دا يوازي هغه وخت ممکن وي چي د ژوند له پاره اړين وسايل او آسانتياوي ورته برابري وي.»

د خوشالۍ د خپور سوي اتلس له مخي په زياته بيا په آلمان کي اوسېدونکي هغه کډوال له خپل ژوند څخه زيات خوشاله دي، چي په آلماني ژبه ښه خبري کولای سي. خو د ياد اتلس دغه نتايج د زياتو نورو پلټونو برعکس دي.

د نورو پلټنو او څېړنو پايلي بيا ښيي چي په آلمان کي کډوال نسبتا د خفگان ژوند تېروي. د دغو څېړنو له مخي په زياته بيا هغه کډوال چي له ځان سره د تعصبي چلن احساس کوي، هغوی خوشاله نه وي. په دغو کي زياتره د ترکيې هيواد کډوال دي چي له ځان سره د تعصبي چلن احساس کوي. د ۲۰۱۳ کال له پاره د خوشالۍ د اتلس پايلي له همدې کبله د کارپوهانو له پاره نوي دي، چي پکښي کډوال خوشاله بلل سوي دي.