1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي لږ مهاجر پیسې تر لاسه کوي

۱۳۹۸ شهریور ۲۵, دوشنبه

په جرمني کي د ۲۰۱۸م کال تر پایه، شاوخوا ۴۱۱ زره کسانو، د پناه غوښتني د مرستو اخیستلو د قانون پر اساس پیسې تر لاسه کړي دي چي ۶۳ زره پکښې افغانان دي.

https://p.dw.com/p/3PfJN
Deutschland Migration Beratung für Asylbewerber
انځور: picture-alliance/dpa/B. von Jutrczenka

د آلمان د احصایې فدرالي ادارې د دوشنبه په ورځ خبر ورکړی دی چي دا د ۲۰۱۷م کال په پرتله ۱۲ سلنه کمښت ښيي. په دې ډول نو د مرستو د تر لاسه کولو کسانو شمیر چي په ۲۰۱۵م کال کي ۹۷۵ زره نارینه او ښځي پکښې شامل ول، تر هغه وروسته په پرله پسې ډول د دریم وار له پاره راکم سوی دی.

د دغه قانون له مخي تر ټولو دمخه هغه کسان او د هغوی خپلوان مستحق شمیرل کیږي  چی د پناه غوښتنه يې کړې وي. هغه خارجیان چي د خارجیانو او مهاجرو د ادارې له خوا يې د پناه عریضې منل سوي، د پناه غوښتني د قانون پراساس د دغو مرستو مستحق نه بلل کیږي.

دغه ډول مرستي په آلمان کي د اساسي مرستو تر کچې کښته دي او د پناه غوښتونکو له پاره په لومړیو پنځلسو میاشتو کي په آلمان کي ورکول کیږي.

د ۲۰۱۸م کال تر پایه پوري ۵۳ فیصده دغه ډول پناه غوښتونکي، یعني زیاتره يې چي  ۲۲۰ زره کسان ول، له آسیا څخه ول او په هغوی کي ۶۳ زره افغانان شامل ول. ۲۳ سلنه یعنی ۹۶ زره کسان له افریقا او۲۰ فیصده چي ۸۳ زره کیږي، له اروپايي هیوادونو څخه ول.

د جرمني د فدرالي ادارې د معلوماتو له مخي، په ۲۰۱۸م کال کي تقریباً ۴ اشاریه ۹ میلیارده یورو ناخالص عاید د پناه غوښتني د قانون پراساس ورکول سوی دی، چي دا د تیرکال په مقایسه ۱۷ فیصده کمښت ښيي.

گ.پ/ن .ز/آژانسونه