1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کډوالو په استوګنځايونو کې تاوتريخوالی ډېر شوی دی

۱۳۹۴ دی ۲۷, یکشنبه

د آلمان د جنايي چارو د فدرالي ادارې مشر، هولګر مونش، په آلمان کې د کډوالو په استوګنځايونو کې زياتېدونکو جرمونو اندېښمن کړی دی. خو دی خبرداری نه ورکوي، بلکې وضع تر کنترول لاندې بولي.

https://p.dw.com/p/1HesD
انځور: picture-alliance/Citypress24/Lueddemann

د آلمان د جنايي چارو د فدرالي ادارې مشر د «بيلد آم زونتاګ» ورځپاڼې ته ويلي دي چې د کډوالو په استوګنځايونو کې جرمونه «خورا» لوړ شوي دي. په دغسې استوګنځايونو کې انسانان په مياشتو مياشتو ډېر جوخت سره اوسيږي او فضا هم ډېره تنګه وي.

ډېری کسان ځوان نارينه دي چې «د ژوند شرايط هم د جرمونو د کچې د لوړېدو باعث ګرځي.» دغه څرګندونې مونش وکړې. ټول ټال بيا د ده په نظر د کډوالو او پناه غوښتونکو په استوګنځايونو کې شوي جرايم «نسبتا لږ» دي. مونش د غلطو تصوراتو د مخنيوي په غرض دا هم وويل چې جرمونه د کډوالو د شمېر د لوړېدو په تناسب هومره ډېر نه دي لوړ شوي.

په لويو استوګنځايونو کې د شويو جرمونو نيمه برخه په تاوتريخوالي پورې اړه لري. ډېری دغسې پېښې د جسمي جراحت تر کچې رسيږي، خو اوس اوس جنسي ځورونې او غير عمدي وژنې هم ډېرې شوې دي. مونش اضافه کوي چې د کډوالو اصلي هېوادونو ته په کتلو سره يعنې دا چې څوک له کوم ځای څخه راغلی وي، ژور توپيرونه هم شته: «د بالکان او شمالي افريقا کډوال، په تېره بيا مراکشيان، تونسيان او الجزايريان ډېر زيات په جرايمو کې ښکېل دي. دغه خبره د سوريې او عراق په کډوالو پورې ډېر لږ صدق کوي.»

جنسي ځورونې

د آلمان د جنايي چارو د فدرالي ادارې مشر وويل چې د کډوالو له خوا تر سره شويو جنسي ځورونو ته اوس ډېره پاملرنه اوښتې ده: «موږ همدا اوس په دې هکله پلټنې کوو چې آيا د کډوالۍ او د ښځو د جنسي ځورونو تر منځ کومه اړيکه موجوده ده، که څنګه.»

د ده په خبره دغه پديده چې د شمالي افريقا ځوانان دې کوم چېرته سره راټول شي او بيا د يو ډول رقص د لارې له خلکو څخه غلا وکړي، د ډېر وخت راهيسې موجوده ده. خو د ښځو د جنسي ځورونې پديده بيا نوې ده. مونش زياتوي چې دغسې پېښې په شمالي افريقا کې پخوا هم ليدل شوې دي. د آلمان په کولن ښار کې د جنسي ځورونو په اړه مونش دا هم وويل چې «د نوي کال په شپه د دغسې پېښو اټکل هيچا نه شوای کولای.» د آلمان د جنايي چارو اداره دغه پېښې صحيح ترتيب او پلان شوې بولي او په همدې برخه کې خپلو پلټنو ته دوام ورکوي.

مونش دغه ادعا په کلکه رد کړه چې پوليس د مجرمينو د اصل په هکله پټه خوله پاته کيږي. ده وويل چې په هغو رسمي شمېرو کې چې په انترنېټ کې خپريږي او هر څوک ورته لاسرسی لري، د مشکوکو عاملينو تابعيت او د اقامت بڼه هم ښودل کيږي. مونش وويل: «زموږ هدف دا دی چې د جرايمو د وضعيت په هکله کره معلومات وړاندې کړو. له دې کبله همدا اوس لګيا يو او له بېلابېلو آيالتونو سره په همکارۍ د کډوالۍ په رڼا کې د جرايمو د وضعيت په هکله معلومات راغونډوو.»

د کډوالو له خوا او د کډوالو په وړاندې تاوتريخوالی

د آلمان د کورنيو چارو وزير، توماس دېميزير، د رسنيو په حواله غواړي چې د کډوالو د جرايمو په هکله يو بشپړ او هر اړخيز رپوټ خپور کړي. د «وېلټ آم زونتاګ» ورځپاڼې په دغه وزارت کې د ځينو سرچينو په استناد راپور ورکړی دی چې پکې به د کډوالو په وړاندې شوي جرايم هم راوستل شي. دېميزير ښايي دغه ځانګړی رپوټ په پسرلي کې د ټول آلمان په کچه د ۲۰۱۵ کال د جنايي پېښو د احصايې د خپرولو تر څنګ هم وړاندې کړي.

د آلمان د جنايي چارو د ادارې مشر مونش د کډوالو په ضد د زياتېدونکي تاوتريخوالي له کبله د ښي اړخو تروريستي ډلو د راټوکېدلو څخه هم خبرداری ورکړ. د ده په اند پوليس بايد «ډېر ژر د پلټنو پايلې او پرېکړې په ګوته کړي څو د ښي اړخو جرايمو لړۍ وشلول شي. که نه نو تر ټولو ناوړه پايله به د تروريستي جوړښتونو رامنځ ته کېدل وي.» مونش همداراز د وکړو د هغسې خپلسرو دفاعي ډلو څخه خبرداری ورکړ چې غواړي پخپله له زور څخه کار واخلي د دې له پاره چې خلک د نورو له تاوتريخوالي څخه وژغوري.