په آلمان کي د کومو هیوادونو مهاجرو ډیر جرمونه کړي دي؟
د جرمونو په برخه کي يوې څېړنيزي ادارې په آلمان کې د مهاجرو د جرمونو په اړه نوي ارقام خپاره کړي دي. د دغو مهاجرو ډيری د کومو هیوادونو دي؟
۱۔ د سوریې مهاجر
په آلمان کي د مهاجرو نژدې ۳۵ سلنه برخه سوریایان دي، خو په مجموع کې په دغه هیواد کې د مهاجرو د جرمونو ۲۰ سلنه برخه په دوی پوري تړل شوې. په ۲۰۱۷ م کال کې ۳۳ زره سوریایې مهاجر جرمونه کړي دي.
۲۔ افغان مهاجر
تیرکال تر ۱۸۶۰۰ ډیرو افغان مهاجرو په مختلفو جرمونو کې لاس درلود. په آلمان کې د موجودو مهاجرو ۱۱ سلنه یې افغان مهاجرو کړي دي.
۳۔ عراقي مهاجر
په داسې حال کې چې د عراق مهاجر په آلمان کې د مهاجرو د مجموعي شمیر ۷،۷ سلنه برخه ده، خو په جرایمو کې د هغو ونډه ۱۱،۸ سلنه وه. تیرکال نږدې ۱۳ زره عراقي مهاجرو په آلمان کې په جرمونو کې ونډه لرله.
۴۔ د مراکش مهاجر
په داسې حال کې چې د مراکش مهاجر په آلمان کې د مهاجرو ۱ سلنه برخه ده، خو په جرایمو کې د دوی ونډه شاوخوا ۴ سلنه وه. د آلمان د جرایمو د څیړنې ادارې په حواله د مراکش مهاجرو ډير وخت تر یوه وار زیات په مختلفو جرمونو کې لاس درلودلی دی.
۵۔ الجزایر
د مراکش د ګاونډي هیواد الجزایر مهاجرو هم په جرایمو کې د پام وړ ونډه درلودلې ده. تیرکال تر ۶۰۰۰ ډیرو مراکشي مهاجرو په مختلفو جرمونو کې لاس درلودلی دی.
۶ ۔ ایراني مهاجر
تیرکال په آلمان کې د مهاجرو د جرمونو ۳،۵ سلنه یې د ایراني مهاجرو وه. نږدې ۶ زره ایراني مهاجرو په مختلفو جرمونو کې لاس درلودلی وو.
۷۔ البانیايي مهاجر
د البانيا ۵۷۰۰ مهاجرو په مختلفو جرمونو کې لاس درلود، په داسې حال کې چې تر دې یو کال مخکې یعنې په ۲۰۱۶م کال کې دغه شمیر بیا نږدې ۱۰ زره وو.
۸ ۔ د سربستان مهاجر
تیرکال د سربستان ۵۱۵۸ مهاجرو په مختلفو جرایمو کې لاس درلود، په داسې حال کې چې تر دې یو کال مخکې د دا ډول سربیایې مهاجرو شمیر ۷۵۰۰ وو.
۹۔ اریتریا
تیرکال په مجموع کې د مهاجرو له خوا په ترسره شویو جرمونو کې د اریتریایې مهاجرو ونډه ۳ سلنه وه. په ۲۰۱۷م کال کې ۵ زره اریتریایې مهاجرو په مختلفو جرمونو کې لاس درلودلی وو، البته په آلمان کې.
۱۰۔ سومالیایې مهاجر
په دې برخه کې په لسم نمبر کې د سوماليا مهاجر راځي. تیرکال ۴۸۴۴ سومالیایې مهاجرو په آلمان کې په مختلفو جرمونو کې لاس درلودلی وو.
۱۱۔ نایجیریایې مهاجر
په یولسم نمبر هم د یوه بل افریقایې هیواد(نایجیریا) مهاجر دي. په ۲۰۱۷م کال کې ۴۷۵۵ نایجیریایې مهاجر په آلمان کې په مختلفو جرمونو کې ښکيل شوي ول.
۱۲۔ پاکستاني مهاجر
د آلمان د جرایمو د څیړنې ادارې په حواله تیرکال ۳۸۰۰ پاکستاني مهاجرو په مختلفو جرمونو کې لاس درلود. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۶ کال کې تر ۴۳۰۰ ډیرو پاکستاني مهاجرو په مختلفو جرمونو کې لاس درلود یا یې ترسره کړي دي. په داسې حال کې چې پاکستاني مهاجر په آلمان کې د مهاجرو د مجموعي شمیر ۲،۳ سلنه برخه ده، تیرکال د مهاجرو له خوا په ترسره شویو جرمونو کې هم د دوی ونډه ۲،۳ سلنه وه.