1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په آلمان کي تر نیم میلیون اضافه مسلکي کسانو ته اړتیا ده»

۱۴۰۱ مرداد ۲۱, جمعه

د جرمني د اقتصاد انستیتوت د یوې پلټني له مخي په دغه هیواد کي تر نیم میلیون اضافه مسلکي کسانو کمبود لیدل کیږي. یوازي د زړو کسانو د پالني له پاره ۱۸ زره مسلکي کسانو ته اړتیا ده.

https://p.dw.com/p/4FSQv
Symbolbild | Fachkräftemangel in Deutschland
انځور: Sara Lemel/dpa/picture alliance

د نوموړي انستیتوت د رپوټ په حواله چي د جمعې په ورځ (اگست ۱۱م) په کولن کي خپور سوی، په ځانگړي ډول د ټولنیزو کارونو، د کوچنیانو د روزني او پالني، د ناروغانو د پالني، فني او حرفوي کارونو او معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کي د مسلکي پرسونل کمبود موجود دی.

مخکی له دې د فونکه په نامه رسنیو ډلي ورځپاڼي هم په دې هکله یو رپوټ خپور کړی وو.

د نوموړي پلټني له مخي په آلمان کي د ۲۰۲۱م کال له جولای میاشتي څخه بيا د ۲۰۲۲م کال تر جولای پوري چي پوره ۱۲ میاشتي کیږي، په اوسط ډول په ټولو برخو کي څه ناڅه ۵۴۰ زره کاري او مسلکي قوې ته اړتیا لیدله سوې ده. تر ټولو زیاته خلا د اجتماعي کارونو په برخه کي موجوده ده چيري چي د ۲۰۶۰۰ کارځایونو له پاره هیڅ ډول بیکاره مسلکي کس موجود  نه وو. په دې ډول دا په آلمان کي یو نوی ریکارډ دی.

په دغه پلټنه کي راغلي دي: «د دا ډول مسلکي کسانو تشه، د مثال په ډول د نوو کارونو له پیل څخه د ملاتړکوونکو، د ښوونځیو په اجتماعي برخو، د نوو ځوانانو او کوچنیانو د پالني، د زړو خلکو د استوگځایونو او معتادو کسانو د مشورتي ادارو او لنډه دا چي په ټولو هغو ځایونو کي چي خلک د خپلو ټولنیزو مشکلاتو د حل له پاره شخصي ملاتړ کوونکو ته اړتیا لري، لیدله کیږي.»

په ورته ډول د کوچنیانو د روزني او پالني په برخه کي هم ډیرو مسلکي کسانو ته اړتیا سته. همدارنگه د نوموړي پلټني له مخي د زړو کسانو د پالني په برخه کي څه د پاسه ۱۸زره مسلکي کارځایونه خالي پاته دي.

د دغي پلټني په حواله د حرفوي کارونو په برخه کي تیرکال په مجموعي ډول ۸۷ زره مسلکي کسانو ته اړتیا وه. په خاص ډول دغه تشه د ساختماني برېښنا او همدارنگه نلدواني، د مرکز گرمیو د جوړولو او اقلیمي تخنیک په برخه کي ډیره پراخه ده. همدارنگه د موټرو انجینیرانو او مسلکي ډریورانو ته هم عاجله اړتیا موجوده ده.

د جرمني د اقتصاد انستیتوت په حواله د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کي هم  دغه ډول کمبود خپل اوج ته رسیدلی دی او نوی ریکارډ یې ټینگ کړی دی. په دغه برخه کي د نوموړي پلټني له مخي د ټول آلمان په سطحه حتی له لسو کارځایونو څخه د نهو له پاره یې مسلکي او مناسب کسان نه پیدا کیږي.

د  (IAB) په نامه د کار بازار او مسلکي څیړنو انستیتوت د پنجشنبه په ورځ په ټول آلمان کي د روان کال د دوهمي ربعي له پاره په مجموعي ډول یو اشاریه ۹۳ میلیونه خالي کارځایونه ثبت کړي دي. دغه رقم له ۱۹۹۲م کال راهیسي بې ساری دی.

ټکان ورکوونکې خبره لا داده چي د نوموړي انستیتوت په حواله، ټول لس مسلکي کارځایونه پرته له کومي استثنا څخه د داسي نارینه وو او ښځو له پاره ځانگړي سوي چي یو یې د بل پر ځای نه سي کولای پر مخ بوزي.

کارپوهان ټینگار کوي، د دې له پاره چي د نوموړو برخو د مسلکي کسانو له دغه ډول کمبود سره مبارزه وسي، باید لومړی د یوه مسلک په انتخاب کي نور، د ښځو او نارینه وو تر منځ کلیشه یې توپیر په نظر کي ونه نیول سي.

GP/NZ/AG