1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي انتخابات ـ د دویچه ویله سفر

۱۳۹۶ خرداد ۱۹, جمعه

د دویچه ویله دوې خبریالاني به په دغه سفر کي په شپږو ښارونو کي یوه پوښتنه طرحه کړي: هغه دا چي د ۲۰۱۷م کال د انتخاباتو په جریان کي جرمنيانو ته کوم موضوعات مهم دي؟ سومي سمسکاندا او نینا هازه غواړي دا خبره معلومه کړي.

https://p.dw.com/p/2ePh8
06.2015 DW News Sendebegleitung Sumi Somaskanda

د جرمني د پارلماني انتخاباتو په باب د دویچه ویله رپوټونه تر دغه شعار لاندي ورکول کیږي: "#Germany Decides" یا  "#Deutschland wähl" پښتو ژباړه ئې: آلمانان پريکړه کوي.

جرمنيان د خپل هیواد له پاره کوم تصامیم ضروري بولي او د کومي تگلاري ارزو لري: زموږ دوې خبریالاني سومي سمسکاندا او نینا هازه به د جون مياشتي له نیمايي څخه د یوه شپږ اوونیز رپوټ جوړولو سفر په جریان کي پر ټول هیواد راوگرزي او دې پوښتنو ته به جوابونه پیدا کړي. یوه یوه اوونئ به هغوی د خپل دغه سفر په جریان کي په منتخبو سوو سیمو کي مهم مسایل وڅیړي او له هغو ځایو څخه به رپوټونه ورکړي.

هغوی به د جون پر ۱۲ له برلین څخه درسدن ته د یوه فولکس واگون (موټر) په واسطه ولاړ سي او ددغه عمومي سوال څخه چي جرمنيانو ته کوم موضوعات مهم دي - "Where is Germany going? - Was bewegt die Deutschen?" یوه پوښتنه  طرحه کړي. دغه دوه نفره ټیم غواړي له عامو خلگو، د دویچه ویله اوریدونکو او لوستونکو سره د سپټمبر پر ۲۴ پارلماني انتخاباتو په اړه خبري او بحثونه وکړي او هغه پوښتني ورسره مطرح کړي، چي نوره نړئ یې د جرمني په باب کوي.

شپږ سیمي- شپږ پوښتني

۱-د خلگو حقوق څومره خوندي او قوي دي؟ د درسدن او هغه په شاوخواکي څیړني.

۲- مهاجرو ته لا څومره ښه راغلاست ویل کيږي؟ د ویگشاید او بایرن ایالت په نورو برخو کي څیړني.

۳-د جرمني اقتصاد په راتلونکي کي څومره ډاډمن دی؟ د شتوتگارت او هغه په شاوخواکي څیړني.

۴-اسلام جرمني ته څومره تغیر ورکوي؟ د کلن او هغه په شاوخواکي څیړني.

۵-د اجتماعي عدالت او مساوات په باب جرمني څه کوي؟ په بریمن ایالت کي څيړني.

۶-او د دوی د سفر وروستی تمځای به بلاخره پایتخت برلین وي. خو د موضوع او پوښتني مطرحه کول به هغوی دلته د سفر په جریان کي تعین کړي، څو وکولای سي په دې ترځ کي د رامنځته سوو عامه بحثونو په هکله هم څه وویلای سي.

د توجه اصلي تمرکز: انسان

د ټلویزون او انلاین له پاره به د توجه اصلي تمرکز تر ټولو دمخه په جرمني  کي انسانان وي، چي په خپل ورځني ژوندانه کي ورته کوم شیان مهم دي. د عامو خلگو تر څنگ به د دې سفر په جریان کي له سیاستمدارانو او کارپوهانو سره هم خبري وسي.

دواړي خبریالاني د دغي موقع څخه خوشاله دي چي په دغه مهم انتخاباتي کال کي په کوچنیو محلاتو کي هم رپوټونه جوړولای او څیړني کولای سي. دا خبره د امريکا متحدو ايالاتو د جمهوري ریاست د انتخاباتو او برگزيت د ریفرانډم پروخت لا په اثبات ورسیده، چي د کوچنیو محلاتو څخه د رپوټونو جوړول پر رسنیو باندي اعتبار نور هم ډیروي. د دویچه ویله کارونکي کولای سي خبریالاني په الماني او انگلیسي ژبو په اجتماعي رسنیو کي بدرگه او د کارونو څخه یې ځانونه خبر کړي. په فېسبوک، تویتر او یا انستاگرام کي.  تاسي کولای سی د څیړنو نتایج په انترنیټ او دویچه ویله ټلویزون کي هم پیداکړئ.

خبریالاني

سومي سمسکاندا له ۲۰۱۱ م کال راهیسي د دویچه ویله په انگلیسي پروگرام کي د نطاقي په توگه کار کوي او په ټوله نړۍ کي د انلایني مضامینو او ټلویزوني رپوټونو د جوړلو څو کلنه تجربه لري. دغه امریکايي د نیویارک په روشتر کي زیږیدلې ده او له ۹ کلونو راهیسي په برلین کي ژوند کوي. دا وايي، چي «جرمني په تکرار سره سړی د هغه د مختلفو جنبو له کبله په تعجب کي اچوي، نه یوازي له جغرافیايي لحاظه، بلکي د اجتماعي او کلتوري تفاتونو او هم مختلفو لهجو له کبله. زه خوشاله یمه چي واقعأ د ټول هیواد په باب څیړني کولای سمه، د شمال څخه تر جنوبه له شرق څخه تر غربه پوري او د الماني رایه ورکونکو سره خبري کولای سمه.»

د دې پوښتني په جواب کي چي دغه سفر ولي دونه مهم دی، سومي سمسکاندا وویل: «له عامه نظر پوښتنو څخه داسي معلومیږي چي لکه جرمني چي په مخ پر ډیریدونکي ډول سره د تجزیې پرخوا روان وي. خو زه غواړم دا معلومه کړمه چي دا خبره واقعیت لري او که یې لري، ولي؟ زه غواړمه پوه سمه، کوم مسایل رايه ورکونکي واقعأ انتخاباتي حوزو ته هڅوي.»

GMF 2015 Nina Haase
نينا هازهانځور: DW

نینا هازه له ۲۰۰۵م کال راهیسي د دویچه ویله په انگلیسي او الماني پروگرام کي د نطاقي، خبریالي او انلاین رپوټ جوړونکې په توگه کار کوي. دا د جرمني په غرب کي زیږیدلې ده. د دې له پاره دا پوښتنه ډیر اهمیت لري چي د هیواد سیاسي سیسټم څومره ثبات لري: «په ټوله جرمني کي سیاسي حالت بدلون مومي، نوي اتحادونه او گوندونه جوړیږي، د برگزيت او امریکا د انتخاباتو تأثیرات لویږي او هغه سیاستمدران انتخابات گټي چي د اوسني سیسټم ضد موقف اختیاروي. عنعنوي او ولسي حزبونه بیا برعکس خپلو غربي ارزښتونو ته وفاداره پاته دي.»

صدراعظمي انګيلا ميرکل ته په خارجي رسنیو کي د «ازادي نړۍ د رهبري- leader of the free world »خطاب کیږي. د هغې لوی سیال کاندید مارتین شولڅ ته د جرمني په سیاست کي د اروپايي ټولني د تر ټولو ښه مدافع په سترگه کتل کیږي.«خو زموږ له پاره هم دا سوال مهم دی، چي څنگه ښئ اړخئ عوامپاله گوند - AfD له یوه ایالتي پارلمان څخه بل ته لار پیدا کوي. د جرمنيانو نارضایتي واقعأ څومره لویه ده؟ دغو ټولو پوښتنو ته سړی هغه وخت ښه جوابونه پیداکولای سي، چي سړی په محل کي له خلگو سره خبري وکړي.»