1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په 2009کال کې 110 ژورنالستان وژل سويدي

۱۳۸۸ بهمن ۲۳, جمعه

په ويانا کښي د مطبوعاتواو رسنيو بين امللي انستيتوت پرون خبر ورکی، چه تير کال د خپلي مسلکي وظيفې د تر سره کولو پر مهال دومره ژورنالستان وژل سويدي ، چه په بل هيڅ کال کښي په دې اندازه نه وه

https://p.dw.com/p/LzQn
انځور: DW

د وژل سوو ژورنالستانو تعداد په 2009 کال کښي 110 تنو ته ورسيدی .

دغو ژورنالستانو کوښښ کاوه چې واقعيتونه روښانه او معلوم کي ، خو ددغو واقعيتونو په معلومولو سره يې خپل ژوند د لاسه ورکی . واسع احمد قريشي دپاکستان د اخبار خرڅولو په يوه دوکان کې ولاړ ؤ ،چه وويشتل سو . قريشي دوې ګولی پر سينه وه خوړې ، او روغتون ته د وړلو پر وخت يې په لار ژورنالستانو ساه ورکړه ، او په حق ورسيدی . خو تر اوسه پوري ددغه ژورنالست د وژل کيدو دليل ندی معلوم .

سربيره پردې د مکسيکو داکپريسونيس دي تولوم د ورځپاڼي مشر لوپيز ته خبرداري ورکول سوی ؤ ، چه دورځپاڼي د چاپ مرکز به يې سوځل کيږي او ته به هم ژوندی نه پاته کيږي .

دغي ورځپاڼي هميشه دلوړ رتبه دولتي مامورينود رشوت اخيستلو په اړه رپوټونه خپاره کول . يوه ورځ پر موټر سايکل سپاره يو چا دده په موټر حمله وکړه ،او دی پکښي د مينځه ولاړی .

د 110 ژورنالستانو څخه دغه دوه مثالونه فقط يوه نمونه ده ، خو اکثره نور يې هم په همدې ډول وژل سوي دي .

په ويانا کښي د مطبوعاتواو رسنيو بين امللي انستيتوت دغه پيښي راټولي کړي ، او پدې هکله يې کره پلټنه کړيده . دغه انستيتوت د کال 1051 ميلادي څخه راپديخوا د ژورنالستانو او د مطبوعو د خاوندانو د وژلو او زور زياتي په هکله پلټني کوي . ددغه انستيتوت يوه غړي نا اومي هونټ دوژل سوو ژورنالستانو د لست په هکله داسي وايې ،

«زما په فکر چې نړۍ د ژورنالستانو دپاره خطرناکه سويده ، او په خاص ډول په هغو ځايوکښي چې هلته کړکيچونه ډير وي .

د ژورنالستانو د وژلو دپاره خطرناکه هيوادونه يوازي عراق او افغانستان ندي ، بلکه فلپين ، مکسيکو ، سوماليه ، پاکستان ، کولمبيا ، روسيه ، او هندوراس هم دي .

په تيرو نژدې وختو کښي په مکسيکو کښي 11 ، په سوماليه کې 11 ، پاکستان کې 8 ، کولمبيا کې 6، او په روسيه او هندوراس کښي 6 ، ش6 ژورنالستان وژل سويدي .

ددغو ژورنالستانو په قاتلينو پسي ډير لږ تعقيب تر سره سوی دی . پدي هکله د مطبوعاتواو رسنيو د بين امللي انستيتوت غړی هونت داسي وايې ،

«په مکسيکو کښي حتی د قاتل د پيژندو يوڅرګند ليک د مړي د جسد سره پروت ؤ ، او دا په حقيقت کې په بين امللي سطح ټولو ژورنالستانو ته يو اخطار ؤ، »

خو پوښتنه داده چه ژورنالستانو څه غلطي کړيده ، چې په داسي حالتونو کښي د مرګ په څپو کښي لاهو کيږي ؟

ولفګنګ/ ګرديوال

کتونکی : محمد قاسم نوري