1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«داعش په شپږو مياشتو کې پر امريکا د بريد وړتيا پيدا کولی شي»

۱۴۰۰ آبان ۵, چهارشنبه

د امريکا د دفاع وزارت يوه لوړ پوړي چارواکي ويلي دي چې د امريکا د استخباراتي ادارو د ارزونو له مخې په افغانستان کې داعش ډله په راتلونکو شپږو مياشتو کې د دې وړتيا پيدا کولی شي چې پر امريکا بريد وکړي او د دې اراده هم لري.

https://p.dw.com/p/42DzD
Bildergalerie IS in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت يا پنتاګون د پاليسۍ د برخې مرستیال مشر کولن کاهل تازه خبرداری ورکړی چې افغانستان اوس هم امريکا ته چې خپل ټول ځواکونه یې ايستلي دي، د ملي امنیت په برخه کې جدي امنيتي اندېښنې پيدا کولای شي.

نوموړي د امريکا کانګرس ته ويلي: «استخباراتي ادارو ارزونه کړې ده چې د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې فعاليت کوي او هم د القاعده ډله د دې نيت لري چې د امريکا په ګډون پر ځينو هېوادونو بريدونه وکړي خو دمګړۍ يوه ډله هم د بريد کولو وړتيا نه لري.»

واک ته د طالبانو تر رسيدو او له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته اسلامي دولت ډلې يا داعش په افغانستان کې خپلو بريدونه ته زور ورکړی دی. په دې وروستيو کې داعش د ځانمرګو او نورو بريدونو پړه منلې ده.

تر دې د مخه د سنا مجلس د وسله وال ځواک کميټې ته په خپلو څرګندونو کې کاهل وويل: «دا لا روښانه نه ده چې طالبان به د دې وړتيا ولري چې د اسلامي دولت ډلې سره په اغیزناکه توګه مبارزه وکړي. امريکا په يوه وخت کې له طالبانو او هم د داعش او القاعدې پر ضد جګړه کوله.»

نوموړي زياته کړه: «دا زموږ ارزونه ده چې طالبان او داعش خراسان ډله د يو بل دښمنان دي او طالبان هڅول شوي چې پر ضد یې مبارزه وکړي، خو دا چې دوی به د دې وړتيا ولري او که نه، باید مشخصه شي.»

د کاهل د اټکلونو پر اساس داعش په افغانستان کې «څو زره» جنګيالي لري.

دغي ډلې په دې وروستیو کې په کندز او کندهار کې پر شعيه ګانو خونړي بريدونه وکړل او د رويترز خبري آژانس د يوه رپوټ په حواله داعش په دې وروستيو کې په جلال آباد کې د طالبانو له يوه غړي سر هم پرې کړی وو.

Afghanistan | Anschlag auf eine Moschee in der Provinz Kundus
په کندز کې د بريد پړه داعش ډلې پر غاړه اخیستې وهانځور: Abdullah Sahil/AP Photo/picture alliance

خو طالبان په بيا بيا ټینګار کوي چې له داعش سره د مبارزې وړتيا لري. د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير امیر خان متقي په دې وروستيو کې ویلي دي چې د داعش ګواښ ته به ځواب وويل شي. هغه وويل چې افغانستان به هیڅکله پر نورو هېوادونو د بريدونو له پاره په يوې اډې بدل نه شي.

د پاليسۍ په برخه کې د امریکا د دفاع وزارت دغه مرستيال وويل چې په افغانستان کې القاعده هم يو پيچلي مشکل دی او له طالبانو سره اړيکي لري. نوموړي وويل چې القاعده په «يوه او يا دوو» کلونو کې ښايي د دې وړتيا پيدا کړي چې له افغانستانه دباندې پر امريکا بريدونه ترسره کړي.

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن په دې وروستیو کې ويلي ول چې هيواد به یې د هغو ګواښونو پر وړاندې چې له افغانستان څخه سرچينه اخيستلی شي، محتاط و اوسي او د استخباراتي معلوماتو ټولولو ته به ادامه ورکړي چې د القاعدې او اسلامي دولت ډلې له خوا د ګواښونو په مشخصولو کې مرسته وکړي.

کاهل وويل چې هدف مو د دغه ډلو ماتول دي څو داعش او يا القاعده پر امريکا د بريد وړتيا ونه مومي. هغه زياته کړه: «موږ باید د هغوی په مخنيوي کې محتاط واوسو.»

خو امريکايي چارواکي خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د ځواکونو له لرلو پرته به هلته د القاعدې او داعش ډلې پيدا کول ډېر ستونزمن وی. اوسمهال بې پېلوټه الوتکې چې کولای شي د القاعدې او داعش غړي په نخښه کړي، له خليج څخه الوتنې کوی.

کاهل همدا راز وویل چې متحده ایالات تر اوسه د افغانستان له کوم ګاونډي سره دې موافقې ته نه دي رسيدلي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې له پاره ورته په خپله خاوره کې ځای ورکړي.

ب. ص/ ن . ز (Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: