پمپیو: هیله ده تر سپتمبره د افغان سولې تړون ته ورسیږو
۱۳۹۸ تیر ۴, سهشنبهد امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د سه شنبې په ورځ په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته ورسید چې په سپتمبر میاشت کې تر پلان شویو ولسمشریزو ټاکنو مخکې د افغانستان د سولې د بهیر او امنیتي وضعیت په اړه له چارواکو سره وغږیږي. هغه په دې ترڅ کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، سره لیدلي دي.
پمپیو په کابل کې د نوي ډهلي پر لور تر حرکت مخکې خبریالانو ته وویل: «هیله ده چې د سپتمبر تر لومړۍ نیټې مخکې د سولې یوه تړون ته ورسیږو. دا په یقین سره زموږ ټاکل شوی ماموریت دی.»
پمپیو په اصل کې د هندوستان په سفر روان وو، خو نوي دهلي ته تر رسیدو مخکې کابل ته تللی. په هندوستان کې به هغه د نورو تر څنګ له ولسمشر نرندرا مودي، سره هم وویني.
پمپیو په داسې حال کې افغانستان ته سفر کړی دی چې د امریکا متحده ايالاتو او طالبانو استازې د سولې د خبرو اترو د اووم پړاو پیلولو په درشل کې دي.
د دغو خبرو اترو موخه په افغانستان کې له اتلسو کلونو راهيسي رواني جګړې ته د یوې سیاسي حل لاره وموندل ښوول شوې ده. دواړه اړخونه به د جون میاشتې پر ۲۹مه نیټه په دوحه کې غونډه وکړي.
(ms/nz (reuters