1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پمپیو او ملا برادر د افغانستان د سولي پر بهیر غږیدلي»

۱۳۹۹ مرداد ۱۴, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا بردار د یوه ویډیویي کنفرانس له لارې د افغانستان د سولې د بهیر پر وضعیت غږیدلي دي. دغه خبره د طالبانو د دفتر ویاند کړې ده.

https://p.dw.com/p/3gNPx
Symbolbild Mike Pompeo in Afghanistan
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Martin

د رویټرز خبري آژانس په وینا د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې په دغه ویډیويي کنفرانس کې د طالب بندیانو د خلاصون په موضوع هم بحث شوی دی. افغان حکومت د پاتې شا او خوا ۴۰۰ بندیانو د برخلیک په هکله لویه جرګه رابللې.

خو طالبان د بین الافغاني مذاکراتو د پیلیدو مخکې د خپلو بندیانو آزادیدل غواړي.

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دغه ویډیويي کنفرانس په هکله تبصره نه ده کړې.

سهیل شاهین د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي: «ملا برادر اخند او ورسره هيئت یې د ویډیو کنفرانس له لارې د امریکا له خارجه وزیر مایک پمپیو سره خبري وکړې او د بین الافغاني خبرو د پېل او روان وضعیت په هکله وغږیدل.» په دغه ټویټ کې راغلي دي چې دواړو د طالبانو د پاته بندیانو خلاصون مهم وباله.

د پمپیو او ملا بردار ترمنځ دغه ویډیويي کنفرانس په داسې یوه وخت کې شوی دی چې افغان امنیتي ځواکونو د ننګرهار د عمومي محبس کنترول بیرته خپل کړ. د دغه برید مسئولیت د داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی. د ننګرهار ولایت ویاند عطا الله خوږیاڼي په وینا په دغه برید کې ۱۱ بریدګر او ۲۵ تنه وژل شوي او نور ۴۸ ټپیان دي.

له زندانه د سلونو بندیانو د تیښتې رپوټونه هم ورکول کیږي، خو دا خبره لا روښانه نه ده چې آیا په دغو کسانو کې هغه بندیان هم شامل دي چې طالبان یې د آزادیدو غوښتنه کوي.

د یاد خبري آژانس په وینا د طالب بندیانو موضوع د بین الافغاني مذاکراتو د پیلیدو د ځنډ سبب شوی دی چې په اصل کې د مارچ د لسمې نېټې له پاره پلان شوي وو.

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې طالبانو تر اوسه حکومت ته منسوب شا او خوا ۱۰۰۰ بندیان آزاد کړي دي او افغان حکومت بیا د متحده ایالاتو د فشار له کبله ۴۶۰۰ بندیان آزاد کړي دي چې نومونه یې د طالبانو له لوري په وړاندې شوي لېست کې وو.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر د پاتې ۴۰۰ بندیانو چې نومونه یې په لېست کې د آزادیدو پر وړاندې مقاومت کوي. افغان حکومت وایي چې دغه کسان په جدي جرمونو کې ښکیل دي.

د دې پر ځای محمد اشرف غني د نورو ۵۰۰ بندیانو د آزادیدو وړاندیز کړی چې نومونه یې د طالبانو له لوري په وړاندې شوي لېست که نه شته او د باقي پاتې کسانو د برخلیک په اړه یې لویه جرګه رابللې ده.