1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پلټنه: هر څلورم کوچنی له خپل ماشومتوبه بې برخي دی

۱۳۹۸ خرداد ۸, چهارشنبه

د جون لومړۍ نيټه د کوچنيانو نړيواله ورځ ده. خو د يوې پلټني له مخي په نړۍ کي له هر څلورم کوچني څخه ماشومتوب اخيستل سوی دی.

https://p.dw.com/p/3JQus
Syrienkonflikt | Menschen mit Behinderung
انځور: Getty Images/AFP/A. Watad

د کوچنيانو د نړيوالي ورځي په مناسبت د سيف دي چلدرن سازمان د يوه رپوټ له مخي په نړۍ کي له هر څلورم کوچني څخه ماشومتوب اخيستل سوی دی. په رپوټ کي په نړۍ کي د ۱۷۶هيوادونو د نجونو او هلکانو حالت ارزول سوی دی.

د رپوټ په حواله په آلمان کي په مقايسوي ډول د کوچنيانو حالت ښه ارزيابي سوی او په فهرست کي تر سلوانيا وروسته په شپږم ځای کي راغلی دی. لومړی ځای سينګاپور لري او د نايجير، چاد او مرکزي افريقا جمهوريت نومونه بيا د فهرست په پای کي ليکل سوي دي.

د کوچنيانو د ساتني نړيوال سازمان په خپل کلني فهرست کي د کوچنيوالي د له منځه تلو علتونه «په کوچنيوالي کي ودونه، په کم سنۍ کي ميندواري کيدل، له تعليم څخه د هغوی بې برخي کيدل، ناروغۍ، سؤ تغذيه او د تشدد په نتيجه کي د ژوند له لاسه ورکول» ښوولي دي.

د رپوټ له مخي په۲۰۰۰م کال کي په نړۍ کي ۹۷۰ ميليونه ماشومان له داسي يوه حالت سره مخامخ ول، خو نن ورځ د هغوی شمير۶۹۰ ميليونو ته رسيږي. له هغو څخه يو پر پنځمه برخه کوچنيان وژل سوي دي.

د سيف دي چلدرن مشره، سوزانه کروګر وايي: «ماشومتوب د هر کوچني حق دی. کله چي کوچنيان مجبوره وي کارونه وکړي او يا له هغو ناروغيو، لکه سږي له امله چي درملنه يي امکان لري مړه کيږي او يا هم کم سنه نجوني ميندواري کيږي، نو حکومتونه اجازه نه لري چي دا هرڅه پخپلو سترگو ويني، خو کوم عملي اقدام نه کوي.»

Symbolbild Deutschland Grundgesetz Familie
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk

خو بيا هم ځيني پرمختګونه رامنځته سوي: د رپوټ په حواله په نړۍ کي، لږترلږه ۲۸۰ ميليونه کوچنيان د ۲۰۰۰م کال په پرتله ښه تره ژوند لري. هغوی صحتمنده او ډاډمن لويان کيږي، زده کړو ته لاس رسی لري، کافي خوراک ور رسيږي او په ماشومتوب کي له کارکولو او يا هم بې وخته ودونو څخه خوندي دي.

دغه سازمان ويلي دي چي په کوچنيوالي کي د مړيني څه ناڅه ۴،۴ ميليونه پيښې راکمي سوي، تر۴۹ ميليونه لږ کوچنيان د خوارځواکۍ له امله د جسمي ودې له ستونزو سره مخامخ دي، تر۹۴ ميليونه لږ کوچنيان کارونو ته مجبوره دي او تر ۳ ميليونه لږ نجوني اميدواره سوي دي.

د ماشومانو تر ټولو خراب حالت په جنګ ځپلو سيمو کي ليدل کيږي: د۴۲۰ ميليونه په شاوخواکي کوچنيان له ناوړه حالت سره لاس او ګريوان دي چي دا د ۱۹۹۵م کال په پرتله دوه برابره ښيي.

په جګړه ځپلو سيمو کي د ماشومانو د مړيني کچه زياته ده، ډيرو کوچنيانو سمه وده نه ده کړې او زياتره يي له زده کړو محروم دي. همدرانګه په کړکيچ ځپلو هيوادونو لکه سوريه او يا هم يمن کي په کوچنيوالي کي د ودونو او شاقه کارونو پيښې ډيري ليدل کيږي.

په رپوټ کي راغلي دي چي له خپلو ټاټوبو څخه شړل کيدل، چي له ۲۰۰۰م کال راهيسي مخ پر زياتيدو دي، تر ټولو زيات يې د کوچنيانو ماشومتوب له خطر سره مخامخ کړی دی.

نن ورځ تقريباً ۳۱ ميليونه کوچنيان له داسي يوه حالت څخه اغيزمن دي چي د تيرو دوو لسيزو په پرتله ۸۰ سلنه زياتوالی ښيي.

G.P/N.Z/AG