1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د واک څخه د ترمپ د گوښه کولو له پاره کافي شواهد شتون لري»

۱۳۹۸ دی ۲۳, دوشنبه

د امريکا متحده ايالاتو په سنا مجلس کې د جمهور رئيس دونالد ترمپ د استيضاح وخت را نږدې دی. په استازو مجلس کې د اپوزيسون ګوند مشره نانسی پلوسی باور لري چې له واک څخه د جمهور رئيس د ګوښه کولو له پاره پوره شواهد شته دې.

https://p.dw.com/p/3W8OY
USA Nancy Pelosi in Washington
انځور: picture-alliance/Captital Pictures

د امريکا متحده ایالاتو په استازو مجلس کې د دیموکرات ګوند مشره نانسی پلوسی په دې اند ده، چې د څيړنو پر مهال «پوره شواهد» راټول شوي دي. هغې څرګنده کړې،چې دغه شواهد «له قدرت څخه د ترمپ لرې کيدلو» له پاره کافې دي.

په نظر کې ده دیموکراتان چې د استازو په مجلس کې اکثریت دي، په روانې اونۍ کې د جمهور رئيس استيضاح کیدلوغوښتنه د سنا مجلس ته وړاندې کړې. وروسته له هغه سنا مجلس د ترمپ سیاسیی راتلونکی له پاره پريکړه کوي. پلوسی غواړي د پريکړه ليک د تصويب له پاره د سه شنبې په ورځ د دیموکراتانو پارلماني فراکسیون سره کتنه ولري.

تر اوسه لا په پوره ډول روښانه نه ده،چې په سنا مجلس کې د ترمپ استیضاح په څه ډول پر مخ وړل کيږې. دغه راز دیموکراتان غواړي په سنا مجلس کي د شاهدانو خبرې واوريدل شي. خو جمهورې غوښتونکي او دونالد ترمپ دا خبره ردوي. پلوسی ويلي،چې په سنا مجلس کې د اختلافاتو له کبله  د ترمپ استضاح کولو ځنډ هم ښيګڼې لرلې دي. له هغې څخه د اوکراین پيښې په هکله د ايملونو رسوا کيدل او په امنيتي چارو کې د دونالد ترمپ پخوانې مشاور جان بولتون شاهدي ورکولو ته يې ګوته نیولي.

USA Ohio US-Präsident Donald Trump
انځور: Reuters/J. Ernst

له مقام څخه ناوړه ګټه اخیستل

د دسمبر مياشتې په لومړيو کې استازو مجلس د دونالد ترمپ استيضاح کولو ته راې ورکړه. دیموکرات اپوزيسون پر جمهوررئيس باندي تور لګولی چې له خپل مقام څخه يې ناوړه ګټه اخيستي او اوکراين يې تر فشار لاندې راوستې، تر څو د ده ديموکرات سيال جوبايدن پر ضد تحقيق وکړي. بايدن به په نوامبر مياشت کې په انتخاباتو کې د ترمپ سیال وې.

 دې ته په پام سره چې د ترمپ جمهوري غوښتونکې ګوند په سنا مجلس کي اکثريت دي، نو له واک څخه د ده لرې کيدل شونې نه بريښې. ترمپ په خپل يوتويتري پيغام کې څرګنده کړي: فکر نه کوي چې استيضاح به يې له قدرت څخه د لرې کيدلو سبب شي. هغه ليکلي:«کله چې ما تیروتنه نه ده کړې،نو بيا ولې د استيضاح لکه راباندې ولګيږې؟»