1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پرو ازول: له افغانستان څخه د تخلیې پروسه دې ګړندی شي

۱۴۰۰ بهمن ۲۵, دوشنبه

د پناه غوښتونکو د ملاتړ سازمانونو د آلمان له حکومت څخه غوښتي دي چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا له خطر سره د مخامخ کسانو د منلو او تخلیې پروسه دې ګړندۍ کړي.

https://p.dw.com/p/46yzF
Afghanistan | Evakuierungsflüge vom Flughafen Kabul
انځور: Yonhap/picture alliance

د پناه غوښتونکو د ملاتړ سازمان (پرو ازول)، د کابل هوایي پول مرستندویه سازمان او د افغان سیمه ایزو همکارانو د ملاتړ شبکې د یوې ګډې اعلامیې په ترڅ کې ویلي دي چې طالبان د بهرنیو ځواکونو «سیمه ایز همکاران» لټوي. په اعلامیه کې ویل شوي: «موږ د یوه عاجل او پریکړنده اقدام غوښتنه کوو.»

د دغو مرستندویه سازمانونو په حواله هغه شمیر کسان چې د آلمان له خوا یي د پناه یا حفاظت غوښتنه تائید شوې ده، هغوی ته باید آلمان ته تر رسیدو وروسته ویزې ورکړل شي. د دغو سازمانونو په حواله د آلمان حکومت باید په مستقیم ډول له افغانستان څخه آلمان ته د دوی د تخلیې د پروازونو امکانات برابر کړي.

په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې په مبدا هیواد کې د تعقیبیدو خطر په پام کې نیولو سره کیدای شي د سفر کولو له پاره اړین امنیتي برسۍ او تحقیقات آلمان ته تر رسیدو وروسته ترسره شي.

د نوې وزیرې نانسي فایزر تر مشرۍ لاندې کورنیو چارو وزارت باید، د کورنیو چارو د پخواني وزیر هورست زیهوفر د وخت له «دفاعي چلند» دریځ څخه لاس واخلي.

د بشر دوستانه منل کیدو له پاره باید هیڅ ډول محدودیت شتون ونه لري. په دغه ګډه اعلامیه کې ویل شوي دي: «یو تنګ نظره د بیلګې په توګه څلور عدده یا لږ ډیر پنځه عدده شمیر لرونکی محدود پروګرام اصلاً کفایت نه کوي.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک، مخکې د کریسمس له رخصتیو څخه اعلان کړی و، چې د آلمان حکومت به په ځانګړي توګه حفاظت ته د اړمنو کسانو د هغو له جملې څخه د بشري حقونو مدافعینو، فعالانو او پخوانیو سیمه ایزو کارمندانو د تخلیې پروګرام ګړندی کړي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې ډاډ ورکړ چې «تاسې له یاده ایستل شوي نه یاست.» انالینا بیربوک وویل: «موږ په ډیر زیات فشار سره پر دې کار کوو، څو ټول د امن فضاء ته راولو».

د آلمان د زرغون ګوند دغې سیاستوالې خبرداری ورکړ چې افغانستان د اوسني وخت د تر ټولو لوی بشري ناورین له خطر سره مخامخ دی.

په افغانستان کې لویو اقتصادي برخو سقوط کړی دی، ډیر شمیر خلک له ولږې سره مخ دي، کورنۍ د بې باورۍ او نا ډاډمن وضعیت له امله خپلې لوڼې خرڅوي، څو خوراکي توکې پرې وپیري.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز