1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر یوه آلماني ښاروال د کباب په دوکان کې د چړې برید شوی

۱۳۹۶ آذر ۷, سه‌شنبه

د آلمان د لویدیځ ښار التېنا پر ښاروال باندې د چړې ګوزار شوی دی. چارواکو ویلي دي چې د دې برید تر شا سیاسي انګیزه وه.

https://p.dw.com/p/2oN2U
Deutschland Bürgermeister von Altena Andreas Hollstein
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen

د آلمان د نارد راین ویستفالن ایالت د التېنا ښار محافظه پاله ښاروال، د دوشنبې په ورځ تر هغه وروسته روغتون ته ولیږدول شو، چې د کباب په یوه ځایي پلورنځای کې پرې د چړې برید وشو.

دغه ښاروال چې اندریاس هولشتاین نومیږي د صدراعظمې انګلا میرکل مسیحي دیموکرات اتحاد ګوند پورې تړاو لري. چارواکو ځايي رسنیو ته ویلي دي چې هغه اوس له روغتون څخه رخصت شوی دی. ویل کیږي چې هغه د ستونې په ناحیه کې سطحې ټپي شوی وو.

۵۷ کلن هولشتاین، د «لوکال شتیمه» خبري انترنتي پاڼې ته ویلي دي: «زه خوښ یم چې تر اوسه پورې ژوندی یم.»

ویل کیږي چې یو کس چې د هولشتاین مرستې ته یې دانګلي وو هم په پیښه کې ټپي شوی دی.

«ایا تاسو ښاروال یاست؟»

په نارد راین ویستفالن ایالت کې د مسیحې دیموکرات اتحاد ګوند ایالتي لومړي وزیر ارمین لاشیت، ویلي دي چې د دې برید تر شا سیاسي انګیزه وه: «چارواکي د دې انګیرنې پر اساس کار کوي چې برید یوه سیاسي انګیزه لرله.»

د (WAZ) انترنتي پاڼې ویلي دي چې شکمن برید کوونکي ښايي نشه وو. زیاته شوې ده چې هغه تر برید مخکې له هولشتاین څخه پوښتلي وو چې ایا هغه ښاروال دی. د لاشیت په خبره شکمن برید کوونکي د مهاجرت د سیاست په اړه هم څرګندونې کړې وې.

د مهاجرو پلوي ښاروال

د هولشتاین تر مشرۍ لاندې د التېنا ښار تر هغه څه چې د هیواد په کچه د ویش له مخې یې باید کډوال منلي وای، ډیرو مهاجرو ته ځای ورکړی. دې موضوع تر هغه وروسته ځان ته ډیر پام واړوه چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې په یو وار ډیر کډوال آلمان ته ورسیدل، او د هیواد په کچه د مهاجرت موضوع په اړه یو بحث رامنځ ته شو.

پر هولشتاین باندې تر برید دوه کاله مخکې یوه ښي اړخه افراطي وګړي د کولن ښار پر ښاروالې باندې هم د چړې برید کړی وو. د کولن ښاروالې هینریته ریکر، چې یوه خپلواکه سیاستواله ده، د چړې له کبله هغه ته له رسیدولو ټپونو ژوندی ووته.

لاشیت د دوشنبې په ماښام پر دولتي چارواکو باندې بریدونه او په خپل ایالت کې ښي اړخی افراطیت وغنده. هغه وویل: «په نارد راین ویستفالن کې د کرکې او تاوتریخوالي له پاره ځای نه شته. تنوع زموږ د ایالت نښانه ده.»

 (m.s/s.r (Alexander Pearson,dpa