1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر کندز باندي د لس کاله مخکي برید عواقب

۱۳۹۸ شهریور ۱۳, چهارشنبه

د ۲۰۰۹م کال د سپتمبر مياشتي د څلرمي په شپه په کندز کي د ناټو د هوايي بريد په نتيجه کي څه د پاسه سل انسانان ووژل سول. د افغانستان د چارو آلماني کارپوه توماس روتيگ په نظر آلمان له دې پيښې څخه ناسمه نتيجه گيري کړې.

https://p.dw.com/p/3OzN9
Afghanistan bombardierte Tanklastzüge in Kundus
انځور: picture-alliance/dpa/J. Kargar

دويچه ويله: ښاغلی روتيگ، لس کاله مخکي کندز ته نژدې د آلمان پوځ له دوهمي نړيوالې جگړې راهيسي د يوه خونړي بريد مسئول وبلل سو، چي څه د پاسه سل تنه پکښي ووژل سول، دا هر څه هغه وخت څنگه رامنځته سول؟

توماس روتيگ: د آلمان د پارلمان د پلټني کميټې دې نتيجې ته رسيدلې دي چي په هغه وخت کي د سيمي د بيارغوني په چارو کي مؤظف سوي آلماني قوماندان، د طالبانو له خوا پر دوو تښتول سوو ټانکرونو باندي هوايي بريد تنظيم کړ او په دې برخه کي يي يوازي پر يوې افغاني سرچينې باندي اعتماد وکړ، چي ويلي يي ول دغه ټانکر چي په يوې ويالې کي بند دي، شاوخوا يي يوازي طالب جنگيالي راچاپير دي. جنرال گيورگ کلاين بيا دوو امريکايي جنگي الوتکو ته هدايت ورکړ چي پر دغو کسانو باندي بمونه وغورځوي او دا په داسي حال کي دي چي پيلوټان په دې هکله زړه نازړه وه چي هغوی به واقعاً طالبان وي که نه. په دې ډول قوماندان که څه هم معلومات يي بشپړ نه ول، د بريد امر وکړ چي د څه د پاسه سلو تنو ملکي کسانو د وژلو سبب سو.

دويچه ويله: آيا نن ورځ ويلای سو چي دا کار پرته له چون او چرا څخه يو جنگي جنايت وو؟

توماس روتيگ: جنگي جنايت هغه يوه عمل ته ويل کيږي چي واقعاً په شعوري ډول ملکي کسان تر بريد لاندي راوستل سي او يا يي د ساتني له پاره لازم تدابير ترلاس لاندي نه وي نيول سي. په هغه وخت کي د موضوع جالب والی په دې کي وو چي د امريکايي ځواکونو هغه قوماندان چي په عين وخت کي په افغانستان کي د ناټو ځواکونو قوماندان هم وو، تبديل سوی وو. هغه ويلي ول، که د ملکي کسانو له پاره يو کوچني خطر هم موجود وي نو بايد په هر صورت چي وي له هوايي بريد څخه ډډه وسي. خو آلماني قوماندان نوموړي لارښوونه عملي نه کړه. هغه يي دليل دا راوړ چي ښايي دغه ټانکر د هغه د آلماني پوځ د لاگر په وړاندي د يوه ترانسپورتي بم په توگه استعمال سي. او دا په ښکاره ډول معلوميده چي نوموړي ټانکر په خټو کي بند دي او نور نه سي کولای مخته ولاړ سي. د ملکي کسانو د وژلو شمير له دې کبله لوړ وو چي له شاوخوا کليو څخه انسانان د تيلو د وړلو له پاره چي په افغانستان کي يي بيه ډيره لوړه ده، راټول سوي ول. موږ د بمباريو د رسوايي په اړه خبري وکړې خو وروسته بيا بله رسوايي رامنځته سوه چي هڅه کيدل د کندز پر پيښې باندي پرده وغوړول سي؟

 په اول سر کي د آلمان حکومت چي په هغه وخت کي يي د دفاع وزير فرانڅ جوزيف يونگ وو، دا خبره نه منل چي ملکي کسان هم په دې پيښه کي وژل سوي دي. دا سمه ده خو سړي بايد ژر تر ژره په دې هکله پلټني کړي وای. په پيل کي هم ددې کار مخه ونيول سوه. د مثال په ډول د اسوشيتد پرس خبري آژانس يوه خبريال هڅه وکړه چي هلته سفر وکړي خو پرې نه ښودل سو. همدارنگه د آلمان په پوځ کي دننه هم د قوماندانانو په سطحه دې ته اشاره کيدله چي ملکي کسان بايد وژل سوي وي. د هغه وخت د جنرال دليل داوو چي دا به د تعجب ځای وي چي په داسي بريدونو کي ملکي کسان ونه وژل سي. هڅه کيدله چي دا هر څه پټ وساتل سي. خو بلاخره په رسنيو کي په دې اړه هراړخيز رپوټونه خپاره سول. د جرمني پارلماني کميټې ته دنده ورکړل سوه چي ټول جزيات وڅيړي. خو متاسفانه دا هر څه  له افغان قربانيانو سره کومه مرسته نه ده کړې. که څه هم هغوی ته تر يو ځايه جبران خساره ورکړل سوې، خو د آلمان له خوا د لا نورو مرستو له ورکولو څخه ډډه سوې ده. اوس د اروپا په محکمه کي د قربانيانو د کورنۍ د يوه غړي پر اقامه دعوي باندي کار کيږي.

Thomas Ruttig
توماس روتیگ،د افغانستان د چارو کارپوهانځور: picture-alliance/dpa/AAN

دويچه ويله: مخکي تر دې په آلمان کي داسي يو تخيل موجود وو چي آلمانی پوځ کولای سي په يوه جگړه کي برخه واخلي او په عين حال کي بايد سوله ايز پاته سي، آيا د کندز په پيښې سره دا تخيل له منځه ولاړ؟

روتيگ: زما په نظر د آلمان پوځ او همدارنگه حکومت تر يو حده ددې باعث سوي چي په خلکو کي دا انگيزه راژوندۍ کړي چي هغوی سوله ايز پاتيدای سي. څو کاله پر دې خبري سترگي پټيدلې چي په افغانستان کي اصلاً جگړه روانه ده او په هغه کي د آلمان پوځ هم د جنگي متحدينو يوه برخه ده. زه په کابل کي داسي ډير ديپلوماتان پيژنم چي په آلمان کي د جگړي د کلمي پر استعمالول باندي ريشخند وهي. خو دا د آلمان پوځ وو چي د ناټو له نورو سرتيرو سره يي په افغانستان کي له دولتي تاسيساتو څخه ساتنه کوله او طبعاً يي له وسله وال زورزياتي څخه هم کار اخيسته. په دې ډول نو په عام محضر کي دلايل له حقيقت سره سمون نه خوري. دا د آلمان د پوځ وظيفه هم نه وه چي هلته دي پرمختيايي مرستې پر غاړه واخلي. تل به په «يونيفورمونو کي» د  تخنيکي مرستو او يا هم د څاگانو د کيندلو په هکله رپوټونه خپاره کيدل. دا ښه خبره وه، د آلمان پوځ بايد د زيربنايي چارو ملاتړ کړی وای او تر يو حده پوري يي دا کار کړی هم دی. خو بيارغونه او پرمختيايي گډ کار بيا په آلمان او ټوله اروپا کي د نورو تاسيساتو دنده ده.

دويچه ويله: آيا د کندز تر پيښې لس کاله وروسته دا ويلای سو چي دا ډول تيروتنه به بيا رامنځته نه سي؟

روتيگ: زه دا فکر کولای سم چي پر کندز باندي بحثونه د دې باعث سوي چي ځيني امر ورکوونکي، مخکي تر دې چي داسي يو ماموريت رامنځته سي، د هغه په هکله ژور فکر وکړي. سړی له دې خبري انکار نه سي کولای چي د آلمان پوځ به نور پند واخلي او تيروتني به و نه کړي. موږ وليدل چي د آلمان پوځ د نورو ملکي کسانو د وژلو باعث هم سوی دی. که څه هم د هغو شمير د امريکايانو له خوا رامنځته سوو ملکي قربانيانو په پرتله ډير کم دی. همدارنگه يوه بله پيښه هم رامنځته سوې چي د کندز په پرتله ورته ډيره پاملرنه نه ده سوې، هغه په ۲۰۱۰م کال کي د الماسک په نامه عمليات ول. په هغه وخت کي د نښتو پر وخت، په کندز کي درې آلماني سرتيري هغه وخت ووژل سول چي د آلمان پوځ يو زغروال موټر له يوه ماين سره مخامخ سو. د طالبانو پرضد عملياتو کي په اطمينان سره بيا هم ملکي کسان قربانيان سول، خو په دې هکله پلټنو باندي هم پرده وغوړول سوه. د کندز او د جنرال کلاين له امر کولو څخه دا نتيجه اخيستل سوې چي د دې پيښې عواقب په ځانگړي توگه د افغانانو له پاره ناديده نيول سوي دي.

G.P/N.Z/P.O