1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضا

پر نیمار د جنسي تیري تور لګوونکې ښځې خپله کیسه کړې

۱۳۹۸ خرداد ۱۶, پنجشنبه

د برازيل د فوټبال پر مشهور ستوري نيمار باندې په پاريس کې پر یوې برازيلۍ ښځې د جنسي تيري تور پورې دی. که څه هم نیمار دغه تور ردوي خو پر هغه تور لګوونکې له يوه تلويزيون سره مرکه کړې او د دې موضوع په اړه یې جزئیات ورکړي.

https://p.dw.com/p/3Jz4Q
Fußball WM 2018 Gruppe E Brasilien - Schweiz Neymar
انځور: Reuters/M. Djurica

تر اوسه پورې د دغې برازيلۍ ښځې هویت معلوم نه وو خو په تلویزیوني مرکه کې یې تر څرګندیدو وروسته نوم افشا شوی: هغه نايلا ترينداده مندس دیسوزا نومیږي.

میرمن مندس برازيلی تلويزيون «اس بي تي» سره په مرکه کې د برازیل مشهور فوټبالر نيمار پر ضد د جنسي تيري او تاوتريخوالي ادعا کړې او د دغه تور په تړاو يې ياد تلويزيون ته معلومات ورکړي دي.

هغې ويلي دي چې د «جنسي تيري او تاوتريخوالي» قرباني شوې ده او ادعا یې کړې چې په پاريس کې له نيمار سره د ليدنې پر وخت د هغه له خوا وهل شوې او جنسي اړيکې برقرارولو ته اړ ايستل شوې ده.

«نایلا ترینداده مندس دیسوزا» په دغې تلويزيوني مرکه کې ويلي دي چې هغه د اینستاګرام شبکې له لارې د برازيل فوټبال له دغه ستوري سره اشنا شوه. هغې زياته کړې چې نيمار له برازيل څخه تر پاريس پورې د هغې د سفر او بيا د هوټل لګښتونه پر غاړه واخیستل او هغې هم له نيمار سره د يوې جنسي اړيکې د برقرارولو په مقصد پاريس ته سفر کړی وو.

«شپيګل آنلاين» له «اس بي تي» تلويزيون سره د دغې برازيلۍ ښځې د مرکې په حواله ليکي چې نيمار له هغې سره په لومړي ځل کتنه کې د هغې د تصور خلاف چلن کړی دی. هغې دغه چلن له تاوتریخوالي ډک بللی دی.

مندس دیسوزا ويلي دي: «په هوټل کې يې ليدنه له ښکلولو او نوازش څخه پيل شوه، تر هغه وخته هر څه ښه وو.»

هغې زیاته کړې چې ناڅاپه د نيمار خوی بدل شو او هغه يې په څپيړه ووهله. د دیسوزا په حواله تر دې وروسته یې له نيمار څخه پوښتنه کړې چې ایا هغه کاندوم لري او که نه.

د مندس دیسوزا د څرګندونو پر اساس، نيمار د دغې پوښتنې له اوريدو سره پر هغې غوسه شوی او جنسي تیری یې پرې کړی.

دغې برازيلۍ ښځې ويلي دي چې هغې نه غوښتل په يو پردي هيواد کې د نيمار پر ضد شکايت ثبت کړي. له همدې امله هغه څو ورځې وروسته له فرانسې څخه بيرته برازيل ته ستنه شوه او هلته یې د نيمار پر وړاندې رسمي شکايت وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې نيمار د دغې ښځې له خوا پر هغه باندې لګول شوي تورونه رد کړي دي. د دغې دوسيې څيړنه اوس مهال د برازيل په قضايي ادارو کې جريان لري.

د دغې برازيلۍ ښځې دغه جنجالي مرکه په قطر کې د برازيل او د قطر هيواد د فوټبال ملي ټيم تر منځ د يوې تمريناتي لوبې له ترسره کيدو يو ساعت مخکې خپره شوې ده.

نيمار چې د دغه ټيم په ترکيب کې یې حضور درلود، د دغې لوبې په هماغه لومړۍ نيمايي کې د ټپي کيدو په دليل د لوبې له ډګر څخه ووت.

د برازيل د فوټبال لوبډلې روزونکي ويلي دي چې فکر نه کوي د نيمار ټپ دې په «کوپا امريکا» کې د سويلي امريکا جام سياليو تر پيلدو ښه شي. دغه سيالۍ د روانې جون مياشتې په ۱۴مه نیټه پيليږي.

ks/ms