1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر مشرف باندي د خیانت تور ولگول سو

مسعود جهش/ آژانسونه۱۳۹۳ فروردین ۱۱, دوشنبه

یوې پاکستانۍ محکمې د دوشنبې په ورځ د دغه هیواد پخوانی پوځي مشر پرویز مشرف، په خیانت تورن کړ. پر مشرف باندي په ۲۰۰۷ کال کې د هغه له خوا د بېړني حالت د اعلانولو له کبله تور لگول شوی دی.

https://p.dw.com/p/1BYpW
انځور: Reuters

طاهره صفدر د هغو درو قاضیانو په ډله کې وه چې د مشرف د دوسیې د اوریدو له پاره به په ځانگړې جوړه شوې محکمه کې غړیتوب لري. میرمن صفدر پر مشرف باندې لگیدلي پنځه تورونه په لوړ غږ ولوستل غو د پاکستان دغه پخوانی ولسمشر تر هر تور وروسته د «زه بیگناه یم» عبارت تکرار کړ.

تر دې مخکې پرویز مشرف د هغه په اړه په ډیرو جوړو شویو محکمو کې غیر حاضر وو. پخوانیو محکمو ته د مشرف د نه راتلو لاملونه امنیتي او روغتیایي ستونزي ښوول شوي وې.

خو مشرف د دوشنبې ورځې په محکمه که حاضر وو او پر خپل ځان باندي د تورونو تر اوریدو وروسته یې خبري وکړې. هغه وویل: «زه د دغې محکمې او قانوني بهیر درناوی کوم. زه پر قانون باندي سخت باور لرم او زه خود خواه نه یم. زه په روان کال کې په کراچۍ، اسلام آباد او راول پنډۍ کې ۱۶ واري محکمو ته تللی یم.»

پرویز مشرف له ۱۹۹۹ کال څخه تر ۲۰۰۸ کال پوري پر پاکستان باندي حکومت وکړ. هغه په محکمه کې د خپلي واکمنۍ پر مهال د پاکستان لاس ته راوړني په گوته کړې.

مشرف وویل: «ما ته د خاین خطاب کیږي. زه د نهو کلونو له پاره د پوځ مشر وم او د همدې پوځ له پاره مې ۴۵ کاله خدمت کړی دی. ما په دوو جگړو کې ونډه اخیستې ده، ایا همدا خیانت دی؟» مشرف زیاته کړه: «زه خاین نه یم. زما په نظر کې خاینین هغه کسان دې چې د خلکو پیسې غلا کوي او خزانې خالي کوي.»

د محکمې تر پای ته رسیدو وروسته قضایي وکیل اکرم شیخ وویل چې د مشرف مدافع وکیلانو ویلي دي چې هغه په ۲۰۰۷ کال کې د پاکستان د هغه وخت د لومړي وزیر شوکت عزیز او کابینې په مشوره اساسي قانون د تعلیق حالت ته راوړي وو. اکرم شیخ وویل: «مشرف اوس وایي چې دغه کارونه یې په یوازیتوب سره نه دي کړي.»

مشرف د ۲۰۰۷ کال په نومبر میاشت کې په پاکستان کې اضطراري حالت اعلان کړ. هغه وخت د پاکستان د ستري محکمې او مشرف تر منځ اړیکې ترینگلې شوې. محکمې پر ده باندې نیوکه کوله چې پرویز مشرف کولای نه شي چې په یوه وخت کې د پوځ مشر او ولسمشر و اوسي. مشرف هغه وخت لوړپوړي قاضیان له دندي گوښه کړل او یو شمیر یې هم زندان ته واستول.

مشرف د تیر کال په مارچ میاشت کې خپل هیواد ته ستون شو، څو په ټاکنو کې گډون وکړي. خو له هماغي شیبې چې دغه پخوانی د پوځ مشر پاکستان ته راغی ورباندي تورونه ولگیدل او په قضایي بهیر کي کښېوت.