1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر مخدره موادو بریدونو، طالبانو ته په ميلیونو تاوان رسولی

۱۳۹۶ اسفند ۲۱, دوشنبه

امريکايي ځواکونو ويلي دي چي په افغانستان کي د هیروئینو پرلابراتوارونو او د ترياکو پر مارکیټونو باندي په هوايي بریدونو کي د دغو موادو کاروباریانو ته تر ۱۶۴ ميلیونه ډالره زیات تاوان رسولی دی.

https://p.dw.com/p/2u8Ll
Afghanistan Opiumproduktion
انځور: Imago/Omid Khanzada

په کابل کي د امریکايي قواوو یوه ویاند د یکشنبې په ورځ ويلي دي، چي یوازي طالبانو ته چي د کوکنارو د کښتونو او مخدرو موادو پر قاچاق او خرڅلاو باندي د مالیو اخیستلو او همدارنگه د خپلو هیروئیني تولیداتو څخه د گټي له لاري ډیر عاید په لاس راوړي، لږ تر لږه یې د همدغو بمباریو څخه ۳۲،۸ ميلیونه تاوان کړی دئ.

ویاند توم گرېسبېک زیاته کړه چي د تیر عیسوي کال د نومبر میاشتي له ۱۹ نیټې راهيسي د مخدرو موادو تر ۴۰ اضافه لابراتوارونه په دغو بمباریو کي له منځه تللي دي.مځکنۍ قواوو بیا د مخدره موادو څلور مارکيټونه ویشتلي دي.

د هغه په خبره دغه هوايي حملې تر ټولو مخکي هلمند ولايت ته متوجه دي. دغه ولايت ته د طالبانو د اصلي مرکز او کوکنارو د کښتونو د مرکز په سترگه کتل کیږي.

له کلونو راهيسي په نړۍ کي د ترياکو د توليد له ۷۰ څخه تر ۹۰ سلني پوري په افغانستان کي توليديږي.

په افغانستان کي د مخدرو موادو پرضد تر هوايي بريدونو مخکي له جرمنو او مخدرو موادو سره د مبارزې په برخه کي د ملگرو ملتونو ادارې (UNODC) په ۲۰۱۷م کال د کوکنارو توليد ۹۰۰۰ ټنه اټکل کړی وو، چي دا تر هغه د يوه کال مخکي يعني ۲۰۱۶م کال په پرتله ۸۷ سلنه ډير ښيي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم(18.03.2014)