1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر غزې د اسرائیلو هوایي بریدونه دوام لري

۱۳۹۸ آبان ۲۲, چهارشنبه

له غزې تړانگې څخه د فلسطيني افراطي ډلې د توغندیزو بریدونو په ځواب کې د اسرائیلو هوایي بریدونه دوام لري. د چهارشنبې په ورځ د نورو ۴ تنو فلسطيني افراطیانو له مړينې سره د وژل شویو فلسطنیانو شمیر ۱۶ تنو ته رسیدلی دی.

https://p.dw.com/p/3SvUK
Israel Gaza Konflikt
انځور: picture-alliance/Photoshot/Jini

له فلسطيني سیمې غزې تړانګې څخه د فلسطيني افراطي ډلې له خوا پر اسرائیلي خاوره د راکټي بریدونو لړۍ دوام لري. د اسرائیلو په ځوابي هوایي بریدونو کې د چهارشنبې (د نوامبر میاشتې۱۳ نیټه) په ورځ هم ۴ تنه فلسطيني سخت دریځه وژل شوي دي. د غزې د روغتیا ادارې د دغو کسانو وژل کیدل تائيد کړي دي.

له دې سره د سه شنبې ورځې راهیسې تر اوسه پورې د وژل شویو کسانو شمیر ۱۶ ته رسیدلی دی. دا وضعه د تیرو پنځو کلونو راهیسې تر ټولو کړکیچنه او د خونړیو پيښو درلودونکې ګڼل شوې ده.

داسې ښکاري چې که په وضعیت کې بهتري رامنځته نه شي، نو کیدای شي دغه وضيعت لا پسې خراب شي.

Baha Abu Al-Ata
د «اسلامي جهاد» ډلې وژل شوی قوماندان بها ابو العطاانځور: Reuters/M. Salem

بل لور ته د «اسلامي جهاد» ډلې له خوا د توغندیو د توغولو لړۍ دوام لري او د سه شنبې ورځې راهیسې یي پر اسرائیلو نږدې ۲۰۰ توغندي توغولي دي. په اسرائیلو کې د دغو بریدونو د مالي او ځاني زیان په اړه رپوټ نه دی ورکړل شوی. تیره ورځ د اسرائیل په هوایي بریدونو کې ۸ تنه فلسطينیان وژل شوي وو.

د «اسلامي جهاد» فلسطيني ډلې د دغو توغندیزو بریدونو لړۍ وروسته له هغې پيل کړه چې د اسرائیلو په یوه هوایي برید کې د دې ډلې یو مهم قوماندان بها ابو العطا ووژل شو. نوموړې ډلې د خپل یوه قوماندان تر وژل کیدو وروسته د غچ اخیستونکو عملیاتو د پيلولو اعلان هم کړی وو.

د ابو العطا تر هدفي وژنې وروسته همدا د سه شنبې په ورځ اسرائیلو د سوریي په پلازمېنه دمشق کې یو استوګنځای په نښه کړ او هلته یي ۶ تنه ووژل. په دې برید کې د اسرائیلو هدف د اسلامي جهاد ډلې د یوه بل مشر اکرام العجوري په نښه کول وو، چې له برید ژوندی وتلی دی خو په دې برید کې د العجوري زوی وژل شوی دی. العجوري هم د القدس لوا له فلسطيني جهادي ډلې سره تعلق لري.

آژانسونه/ش.ن/ب.ص