1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

پر شمشاد تلویزیون برید پای ته ورسید

۱۳۹۶ آبان ۱۶, سه‌شنبه

کابل کې پر شمشاد تلویزون باندې برید پای ته رسیدلی دی. داعش ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. تلویزون خپلې خپرونې بیرته پیل کړي دي. پولیس د دوه کسانو د وژل کیدو او ۲۰ د ټپي کیدو رپوټ ورکوي.

https://p.dw.com/p/2n9tZ
Afghanistan Angriff auf den Sender Shamshad TV in Kabul
انځور: picture alliance/AP Photo/R. Gul

شمشاد تلویزون باندې برید پای ته رسیدلی دی او اوس دغه تلویزوني چېنل خپل نشرات پیل کړي دي. شمشاد تلویزون ویلي دي: «برید پای ته ورسید. د ځانګړو ځواکونو د قوماندان په وینا د ودانۍ دننه ټول کارکوونکي ژغورل شوي دي.»

په عین وخت کې رویټرز خبري آژانس ویلي دي چې د داعش تندلارې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. د برید د مسوولیت منلو خبر د داعش اعماق، خبري آژانس خپور کړی دی، پرته له دې چې کوم شواهد وړاندې کړي. طالبانو لا تر مخه په دغه برید کې لاس لرل رد کړي وو.

پولیس په پيښه کې دوو تنو د وژل کیدو او نورو شلو تنو د ټپي کیدو رپوټ ورکوي. 

تر دې د مخه د شمشاد تلویزیون یوه کار کوونکي نصرت دیوګلي، ویلي وو چې هغه او د تلویزیون یو شمیر نور کارکوونکي تر برید وروسته، له سیمې څخه په تیښته توانیدلي دي. ځايي رسنیو ویلي دي چې د برید په ترڅ کې لومړی یوه چاودنه رامنځ ته شوه او بیا وروسته د سپکو وسلو ډزې وشوې. 

د شمشاد تلویزیون په تویتر پانه کې راغلي دي چې د برید له کبله یو شمیر تلفات رامنځ ته شوي دي. هغو کارکوونکو چې له خبري آژانسونو سره د تلیفون له لارې خبرې کړي دي ویلي دي چې په پیښه کې دوه یا پنځه کسان وژل شوي دي.

تر مخه د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد، رسنیو ته ویلي وو چې تلفات رامنځ ته شوي دي خو لا تر اوسه پورې یې دقیق شمیر روښانه نه دی. د مجاهد په خبره پیښه د تلویزیون په دروازه کې تر یوې چاودنې وروسته رامنځ ته شوې ده چې بیا وروسته وسلوال کسان د شمشاد تلویزیون ودانۍ ته ننوتې دي. یو برید کوونکی وژل شوی او نور اوس له لاسي بمونو سره د امنیتي ځواکونو پر ضد جنګیږي.

د برید تر پیلیدو وروسته، شمشاد تلویزیون خپل عادي نشرات ودرول او یوازې یو انځور یې د خپل تلویزیون پر پرده ښوده. پر شمشاد تلویزیون باندې برید، په افغانستان کې پر خبریالانو او رسنیو باندې تر ټولو تازه برید دی. تیر کال د طلوع تلویزیون د کار کوونکو پر موټر باندې برید هم د دغه تلویزیون اووه تنه کارکوونکي وژلي ول.