1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پر سوريې د ترکيې يرغل د زيرمو او قدرت پر سر لوبه ده»

۱۳۹۸ مهر ۲۱, یکشنبه

ترکيې د چهارشنبې ورځې راهیسې، د سوريې په شمال کې پر کردانو باندې خپلې پوځې حملې جاري ساتلي دي. تر اوسه په سلونو زره کسان تیښتې ته اړ شوي دي. د ترکيې دغه اقدام د ايران او روسيې ګټې هم تر خپل اغيز لاندې راوستلي دي.

https://p.dw.com/p/3RDGb
TV Still | Syrien Yabisa | Türkei unterstützte syrische Kämpfer bereiten offensive nahe Yabisa vor
انځور: Reuters

له سوريې څخه په تازه انځورونو کې په پرله پسې توګه د بمباريو او بيا له ويجاړو شوو کورونو څخه پورته شوي غليظ دودونه او د خلکو تيښتې ښودل کيږي. روسيه له دغې پوځې عملياتو ننداره کوي او هڅه کوي چې په دغې بده لوبه کې خپله څيره ښه وښي؛ هغه لوبه چې د کرملين، انقرې او تهران تر منځ روانه ده. دغه لوبه د معدني زيرمو، نفوذ او قدرت پر سر څرخيږي.

په ماسکو کې د سياسي چارو کارپوه فيودور لوکيانوف په دې باور دی چې پر سوريه باندې د ترکېې پوځي حمله په واقعيت کې د ګواښونو هغه نيمايي برخه ده کومه چې په سترګو ليدل کيږي.

لوکيانوف وايي: «واقعا، سړی کولای شي په دې اړه تصور وشي کړای دا چې څوک کوم کار ترسره کوي او دا چې د هغه له پاره سره ليکه په کوم ځای کې ده، ثابت توافقات شتون لري. خو دغه ډول مسائل تر ډیره غيررسمي شکل لري، ځکه د کاغذ پر مخ نشي کيدای دا ډول يو توافق ثبت شي.»

د سیاسي چارو دغه کارپوه ګمان کوي چې د لوبې اصلي لوبغاړی روسيه ده: کرملين د سوريې له مشر بشارت الاسد څخه ملاتړ کوي او د سوريې حکومت پر مخالفو وسلوالو اورپکو پوځي حملې ترسره کوي. کرملين له دې نه علاوه، د قزاقستان په پلازمينه آستانه کې د ایران او ترکېې تر منځ د سولې په دواړو مذاکراتو کې هم رول لري چې په هغو کې به ترکيه او ايران مخامخ خبرې کوي. لوکيانوف په عين حال کې زياتوي چې دغه درې واړه اړخونه پر يو بل د متقابل اعتماد څخه برخمن نه دي.

هغه وايي: «دغه اتحاد پر دې توافق لري چې هيڅ يو حکومت نه شي کولای د يو بل پرته خپل اهداف په لاس راوړي. دوی يو بل ته اړتیا لري. بله هيڅ لاره نشته. دوی پر دغې موضوع پوه شوي، ځکه خو د دوه نيمو کلونو راهیسي له يو بل سره ګډ کار کوي.»

Syrien Konflikt Grenze Türkei | Türkischer Panzer
ترکيې د روسيې په شمال کې د چهارشنبې ورځې راهيسې خپلې پوځې حملې روانې ساتلې دي.انځور: picture-alliance/Zuma Press/Turkish Defense Ministry

کرملين تازه ترکيې ته د توغنديو ضد (اس ۴۰۰) ډوله توغندي سپارلي دي. خو د سورېې په شمال کې د ترکيې اوسنۍ پوځې حملې کولای شي د روسېې منافع هم تر خپل اغيز لاندې راولي. په دې ترتيب ترکيه د سوريې په شمال کې د بشارالاسد نفوذ له خطر سره مخ کوي په داسې حال کې چې اسد د روسيې له ملاتړ څخه برخمن دی.

په همدې دليل، روسيه پر ترکيه باندې د نيوکې په برخه کې محتاطه پاتې کيږي. د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګئي لاوروف تل ويلي دي چې د سوريې وحدت نه بايد له منځه لاړ شي.

د روسیې ولسشمر ولاديمير پوتين تازه خپل محتاطانه دريځ دا ډول بيان کړی دی: «د سوريې په شمال کې داسې سيمې شته چې د کردانو تر نظارت لاندې دي او هلته په کې د داعش جنګيالي پیدا کيږي. اوس د ترکيې پوځ پر دغو سيمو حملې کوي او کردان تيښته کوي. د داعش جنګيالي هم تيښته کوي»

د روسيې د بهرنيو چارو وزير اوس په دې مسئله کې د امريکا متحده ايالات مقصروي. د هغه په خبره، هغوی په پیل کې له کردانو څخه ملاتړ وکړ او اوس چې د امريکايي ځواکونو په وتلو، هغوي يوازې پريږدي. لاوروف په دې اړه وويل: «موږ به په عين حال کې هڅه وکړو چې د سوريې او د کردانو د غيرتروريستي سازمانونو ترمنځ اړيکې برقراره کړو.»

په ماسکو کې سياسي کارپوه فيودور لوکيانوف په وينا له سوريې څخه د امريکايي ځواکونو وتل، د بشارالاسد او روسيې له پاره د يو ښه چانس په توګه ارزول کيږي. په دې اساس روسيه په حقيقت کې کولای شي په داسې يو وضعيت کې چې په منځني ختيځ کې قدرتونو يو ځل بيا د جوړيدو په حال کې دي، د يو منځګړي رول پر غاړه واخلي.

 (mks/aa/ aj-si(ARD