1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

پر رياض د حوثيانو تر برید وروسته، سعودي یمن بمبار کړ

۱۳۹۶ آذر ۳۰, پنجشنبه

د سعودي په مشرتوب پوځي ائتلاف په یمن کې هوايي بریدونه کړي دي. دغه بریدونه په داسې حال کې کیږي چې یوه ورځ مخکې حوثي یاغیانو د عربستان پر پلازمېنه ریاض توغندی توغولی وو.

https://p.dw.com/p/2pkT1
Jemen, saudischer Koalitionsangriff in Sanaa
انځور: Getty Images/M.Hamoud

په داسې حال کې چې واشنګټن وايي چې د حوثي یاغیانو له خوا پر ریاض باندې توغول شوی توغندی، د ايران جوړ دی، یو قومي مشر او عیني شاهد ویلي چې د سعودي په مشرتوب ګډ پوځي ائتلاف په یمن کې ډير هوايي بریدونه کړي چې د حوثیان تر ولکې لاندې په صعده سیمه کې ۱۱ ملکيان وژل شوي دي.

په عین وخت کې د چهارشنبې په ورځ په ریاض کې د شاه سلمان پر رسمي استوګنځي باندي تر برید وروسته د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د سعودي عربستان له پاچا سره خبري کړي.

سپینې ماڼۍ په دې هکله ویلي: «ترمپ، د شاه سلمان پر رسمي استونګنځي تر برید وروسته چي د ايران انقلابي گراد يې مرسته کړې، له سعودي عربستان سره خپل پيوستون څرگند کړی.»

دا په داسې حال کې ده چې سعودي عربستان او امريکا متحدو ایالاتو، ایران حوثي یاغیانو ته د تیري میاشتې په ترڅ کې ترسره شوي یو بل برید ته هم د توغندي پر ورکړيتورن کړی. په دې هکله په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالاتو استازي نیکي هيلي ويلي چې داسې کره شواهد شته چې دغه توغندي په ایران کې جوړ شوي دي. خو تهران بیا حوثي یاغیانو ته د توغندیو د ورکړې موضوع ردوي.

په ورته وخت کې په یمن کې یو قومي مشر د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې د یمن په شمال کې د صعده په سیمه کې پر حوثي یاغیانو باندې هوايي بریدونو له امله ۱۱ ملکي کسان وژل شوي او اته تنه نور ټپیان شوي دي. د حوثي یاغیانو پلوي یوه تلویزیون المسیره هم دې ته ورته د تلفاتو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې په وژل شوو کسانو کې ښځي او ماشومان شامل دي او ۱۹ نور بیا ټپیان دي.

حوثي یاغیان څرنګه توغندي ترلاسه کوي؟

د وسلو د برخې یو څیړونکي پیټر ویزیمن دویچه ویله ته ویلي دي چې تر جګړې مخکې دغه راز توغندي په یمن کې نه ول. خو اصلي پوښتنه دا ده چې حوثي یاغیان دغه توغندي له کوم ځایه ترلاسه کوي؟

پیټر ویزيمن په دې هکله وايي چې موږ تر اوسه پوري په دې هکله پوره ډاډه نه یو، خو هغه توغندي چې حوثي یاغیان یې کاروي د یمن تر جګړې مخکې په دې هیواد کي نه ول. د هغه په وینا دا واضح ده چې د یمن پخوانیو حکومتونو پر مختلفو توغندیو پانګونه کړې. د بیلګې په توګه، دې هیواد ته ۱۵کاله مخکې ځینې توغندي شمالي کوریا لیږلي خو اوسني کاریدونکي توغندي د شمالي کوریا توغندي نه دي.

د سعودي حکومت د امریکا په ملاتړ په واضح ډول ادعا کړې چې ایران له حوثي یاغیانو سره مرسته کړې، څو دغه راز توغندي په یمن کې جوړ کړي او یا یې په خپله ورکړي. نوموړی وايي چې دلته ستونزه دا ده چې که څه هم شواهد ډير د باور وړ دي، خو موږ بیا هم یوې بشپړې بې طرفه ارزونې ته اړتیا لرو نه داسې ارزونو ته چې د یو داسې هیواد له خوا کیږي چې له ایران سره ستر اختلافات لري.

نوموړی وايي د دې له پاره چې ووایو دغه راز توغندي له کومه ځایه راغلي، موږ لا ډیرو معلوماتو ته اړتیا لرو. خو دغه څه واضح دي چې دغه توغندي په یمن کې نه دي جوړ شوي. په داسې حال کې چې ډير داسې دلایل شته چې ایران ته ګوته ونیول شوي، خو بیا هم دا چې کله، څرنګه، څومره او د چا له خوا ورکړل شوي، دا لا څرګنده نه ده.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا حوثي یاغیانو اوږد واټن ویشتونکو توغندیو ته لاس رسی لري، پیټر ویزیمن وايي چې دا له امکانه لیري ده چې دوی [حوثي یاغیان] دې اوږد واټن ویشتونکو توغندیو ته لاس رسی ولري، ځکه چې دغه راز ټکنالوجي موجوده نه ده. د بېلگې په توگه ایران ښايي دغه ټکنالوجي ولري، خو زه ډاډه نه یم چې ایران به له دوی سره دغه څه شریک کول غواړي.

د هغه په وینا، دغه توغندي داسې څه دي چې ایران به وغواړي چې د خپل ځان له پاره یې وساتي او دغه څه د حوثیانو په ګټه هم نه دي چې دغه راز توغندي ترلاسه کړي.

د ویزیمن په وینا هغه څه چې دوی [حوثي یاغیان] یې کوي هغه د دوی له نظره له سعودي عربستان څخه غچ اخیستل دي ځکه چې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف په یمن کې خپل پوځي فعالیت ډیر کړی دی.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا وسلو ته د لاسرسي بندول به ستونزي لږ کړي؟ ویزیمن وویل چې، اوسنۍ ستونزه وسلو ته د لاس رسي له امله نه ده رامنځ ته شوې.د حوثي یاغیانو او سعودي عربستان ترمنځ اوسني بریدونه تر ډیره پورې د دې په خاطر دي چې په دواړوو خواوو کې څرنګه ملکیان ډیر وځپل شي. دا هغه څه دي چې باید ډیر تمرکز پرې وشي.

د نوموړي په وینا اصلي موضوع دلته دا ده چې دواړه لوري څرنګه سره یو کیدی شي او څرنګه نور هیوادونه پر دواړو لورو فشار راوړي، ترڅو د خبرو میز ته حاضر شي.

AFP,dpa(K.H/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: