1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر دین د نیوکې او له هغه د کرکې تر منځ پوله کومه ده؟

۱۳۹۸ مهر ۱۹, جمعه

یوه بریګر د چهارشنبې په ورځ د هاله ښار د کنيسې په مخکې دوه تنه ووژل او عبادتځای ته یې د ننوتو هڅه وکړه. تر پیښې وروسته، د بریدګر د اصلیت او دین په اړه پوښتنې راولاړې شوې. خو ولې؟

https://p.dw.com/p/3R7aa
Polizei vor der Neuen Synagoge Berlin
انځور: picture-alliance/dpa/C. Soeder

د برتلسمن له بنسټ څخه یاسیمن المنور، د همدې پوښتنې د ځوابولو هڅه کوي او وایي چې دين او مذهب ته په آلمان کې ډېر وخت د ستونزې په توګه کتل کيږي. هغه زیاتوي: «موږ د دين په هکله تل د ستونزې له ليدلوري څخه غږيږي.» 
دغه خبره هغې د چهارشنبې په ماښام په يوه علني بحث کې وکړه چې د بن ښار د سياسي روزنې د فدرالي مرکز له خوا راغوښتل شوی وو. د دې بحث سرليک «کينه له کومه پیلیږي؟» ټاکل شوی وو چې په ترڅ کې یې پر دين د نیوکو کولو او پر ضد یې د تعصب لرلو تر منځ پر سرحد بحث وشو. 
المنور اضافه کړه چې دغه «مشکل محوره ليدلوری» د اديانو او مذهبونو عمومي تصور جوړيږي، ځکه چې عامې ټولنې له دين څخه فاصله نيولې ده. ګېرت پيکل چې د لايپڅيګ پوهنتون د ديني ټولنپوهنې کارپوه دی وايي چې «د دينونو په اړه بحثونه زيات شوي دي.» په دغسې بحثونو کې د هغه په نظر جديت هم زيات شوی او له حدودو اوښتل هم پکې ډېر ليدل کيږي.

د «زاراڅين» پارونکي نظريات

يو مثال يې په ۲۰۱۰ کال کې خپور شوی، د «آلمان خپل ځان له لاسه ورکوي» په نوم د «تيلو زاراڅين» ناندرئيز خو ډېر لوستل شوی کتاب دی. په دې کتاب کې زاراڅين له اکثرا اسلامي هېوادونو څخه د کډوالۍ پايلې د خپل ليدلوري څخه بيانوي. د هغه په اند اسلام وروسته پاتې او د کلتور ضد دين دی. زاراڅين دغې وېرې ته لمن هم وهي چې مسلمانان ډېر ماشومان راوړي او په دې ډول د آلمان د نفوس د هوښيارتيا کچه راټيټوي. صباح نور شيما چې د آلمان په فرانکفورت ښار کې د آنه فرانک د ښوونيز مرکز د ښوونيزو چارو مشره ده، وايي چې «کله چې د توکم پالنې د عام کېدلو خبره مطرح وي نو زاراڅين يو پرېکړنده رول لوبوي.»
 
اسلام ته د شک په سترګه کتل کيږي

په داسې حال کې چې د نورو دينونو په برخه کې په آلمان کې يو ډول زغم موجود دی، خو اسلام د اکثرو آلمانانو له خوا بډاينه نه، بلکې ګواښ بلل کيږي. دغه خبره د برتلسمن بنسټ له يوې څېړنې څخه جوتيږي چې د روان کال په جولای مياشت کې خپره شوې وه. په دغه څېړنه کې البته ټينګار هم کيږي چې اسلام ته د شک په سترګه کتل له اسلام سره د دښمنۍ په معنی نه ده. 
ياسمين المنور د آلمان د بن ښار د سياسي روزنې د فدرالي مرکز له خوا په رابلل شوي بحث کې وويل چې له اسلام سره دښمني د شک او انتقادي نظر له حدودو څخه اوړي او «په يوې سياسي اجنډا پورې تړلې ده چې هدف يې انسانانو ته زيان رسول دي».  

 

KNA/NS/MS