1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر خدرکوفسکي باندي د نوي قيد حکم نړيوال غبرګونونه راپارولي

۱۳۸۹ دی ۱۰, جمعه

د روسيې د تيلود شرکتونو پخوانی پانګوال ميخايل خدرکوفسکي چي له 2003 کال څخه را په دي خوا بندي دی، بايد 6 کاله نور هم د زندان د ميلو تر شا تير کړي.

https://p.dw.com/p/QlfM
د روسيې ستر پانګوال ميخايل خدرکوفسکي
د روسيې ستر پانګوال ميخايل خدرکوفسکيانځور: dpa

دغه فيصله د روسيي محکمي وکړه، خو د آلمان په شمول د نړيوالي ټولني له خوا تر نيوکو لاندي نيول سوي ده.

د مسکو يو قاضي د تيلو پخواني غټ سوداګر ميخايل خدرکوفسکي پرون په 6 کلونو بند محکوم کړ. قاضي ويکتور دانيلکين د خپلي فيصلي په استدالال کي وول چي «رښتيا هم خدرکوفسکي پيسي غلا کړي او توري پيسي سپيني کړي دي.»

قاضي دانيليکن په هغه باندي په ټوليزه توګه ديارلس نيم کلونود قيد حکم صادر کړ. خو دا چي هغه د 2003 کال د اوکتوبر د مياشتي را په دي خوا په زندان کي دي، دغه 7 کاله به د هغه په قيد کي وشميرل شي او په دي دول هغه بي پاتي 6 کاله په زندان کي تيروي.

د اروپايي اتحاديي د پارلمان ريس، جيرزي بوژيک وويل چي د محکمې دغه فيصله يو« ښکاره نښانه» ده چي روسيه د ديموکراسي کيدو په پروسه کي پاته راغلې ده.

بوژيک چي پخوا د پولند صدراعظم ؤ زياته کړه: «د ميخايل خدرکوفسکي محاکمه په نني روسيه کي د قانون د واکمني او د بشري حقونو سره د چلند يوه آزموينه وه» هغه يوه آزموينه چي د برياليتوب څخه مخ اړولي.هغه وويل:« زه ډير نا اميده شوم.»

د آلمان صدراعظمي انګلا ميرکل وويل چي د محکمې دغه فيصله د قانون د واکمنۍ پر لور د روسيي له ټاکلي هدف سره تناقض لري. ميرکل يادونه وکړه: «اوس داسي انګيرل کيږي چي په دې محاکمه کي سياسي انګيزو يو نقش لوبولی دی.

دا د هغه څه په مخالفت کي دي چي روسيې په وار وار سره څرګنده کړې چي د قانون د حاکميت پر لور به ګامونه اخلي.»

د روسيي لپاره يو شاتګ

د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو وستر ويله هم دغسي نيوکه عنوان کړه او وويل چي دغي محاکمي په روسيه کي د قانون د واکمني د پرمختګ او د روسيي د ديموکراسي کيدو پر پروسي باندي «انتقاد کونکي» رڼا واچوله. وسترويله وويل: « دا د روسيي په ګته ده چي د دغي محاکمي او د هغي د نتايجو په هکله د نړيوالي ټولني انديښني جدي ونيسي.»

د خدرکوفسکي د محاکمې جريان
د خدرکوفسکي د محاکمې جريانانځور: AP

د امريکا متحده ايالاتو هم د خدرکوفسکي پر محاکمې باندي انتقاد وکړی. د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت وياند مارک تونر وويل: « د هغو تورنو په اړوند چي وايي د محاکمې په پروسه کي سرغړوني شوي دي او دا چي له قانون څخه د ناوړه هدف لپاره کار اخيستل سوی، موږ انديښنه لرو.»

د خدرکوفسکي محاکمه د ډيرو په نظر د ولسمشر ميدوديف لپاره يو سخت ګذار ؤ چي په وار وار سره پردې خبره ټينګار کړی چي د روسي د راتلونکي لپاره يو خپلواک قضايي نظام جوړول خورا اهميت لري.

له کرملين سره د خدرکوفسکي مخالفت وروسته له هغه پيل سو چي د تيلو پر صادراتو باندي د دولتي کنترول او د سياسي ګوندونو د تمويل تر پوښتني لاندي ونيو.

د خدرکوفسکي مدافع وکيل يوري شميت وويل چي د روسيې لومړي وزير ولادمير پوتين د محکمې د دغي سختي فيصلي تر شا ولاړ دی.

هغه وويل:« پوتين محکمې ته وښودله چي بايد پوه سي دلته څوک واکمن ريس دی او څوک د خدرکوفسکي د ژوند برخه ليک ټاکي.»

د محکمې له فيصلې څخه مخکي پوتين په تلويزيون کي ښکاره سو او وويل چي « يوغل بايد زندان ته واچول سي.» د پوتين مخالفين وايي چي دغسي يوه جمله په ښکاره توګه محکمې ته يو امر ؤ چي بايد څه وکړي.

خدرکوفکسي چي يو وخت د روسيې د ډيرو شتمو خلکو څخه شميرل کيدی او د د تيلو د يوکوس نومي شرکت ريس ؤ په 2003 کال کي ونيول سو او د ماليي د نه ورکړي په تور لومړی د دو کلونو لپاره بندي سو. خو تر نن ورځي پوري په زندان کي دی.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل