1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

پر تورخم زرګونه کسان بې معاینې را اوښتي

۱۳۹۹ فروردین ۱۹, سه‌شنبه

وروسته له هغې، چې تورخم دروازه تېره ورځ د درېو ورځو له پاره په پاکستان کې د ایسارو کسانو پر مخ خلاصه شوه، زرګونه کسان پرته له معاینې او چک کولو له دروازې را اوښتي دي.

https://p.dw.com/p/3aZrg
Pakistan und Afghanistan Grenzöffnung bei Torkham
آرشیف انځورانځور: DW/O. Deedar

پتېيل شوې وه چې په درېو ورځو کې درې زره کسان له دغې دروازې را اوړي او په تورخم کې به له معاینې وروسته په ځانګړي کمپ کې قرنطین کېږي؛ خو چارواکیو ویلي دي چي نن د سه شنبې په ورځ سهار پاکستانۍ غاړې زرګونه کسان دې غاړې ته راپرېښي دي.

را اوښتیو مسافرو ته د کرښې دواړو غاړو ته پر پاسپورت خروجي او دخولي نه دي وهل شوي.

د ننګرهار چارواکیو ویلي ول، چې هر راتلونکی به تر شلو ورځو د کرونا ویروس د خپرېدو له ډاره په تورخم کې ساتي؛ خو تېره ورځ ناوخته د چارواکیو پرېکړه بدله او د روغو کسانو د پرېښودلو پرېکړه وشوه.

دوی وايي، یوازې مشکوک کسان به هلته ساتل کېږي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي: «تېره ورځ زرګونه کسان له دروازې هغې غاړې ته ایسار وو او نن پرته له معاینې دې غاړې ته را اوښتي دي.»

هغه وايي، د پاکستانۍ غاړې ناسم مدیریت او پر ژمنه نه درېدنه د دې لامل شوه، چې تر لسو زرو کسان پرته له معاینې پر تورخم راتېر شي.

د تورخم ښاروال راحت ګل زیارمل پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، د ننني نامنظم حال اټکل یې کړی وو او پوهېدل چې پاکستانی حکومت به په یوه وار زرګونه کسان دې غاړې ته راپرېږدي.

د هغه له لیکني ښکاري، چې له قرنطينه د خلکو تېرول او د دغې پروسې په ناکامۍ کې ځینې داخلي کسان او مافیايي کړۍ لاس لري.

Pakistan und Afghanistan Grenzöffnung bei Torkham
انځور: DW/O. Deedar

تېره ورځ په پاکستان کې افغان سفارت ویلي ول، چې پر تورخم او سپین بولدک به د زرو کسانو د را اوښتو محدودیت لرې شي او ډېر کسان به را واوړي.

پر تورخم له معاینې پرته د زرګونو کسانو را اوښتل ټولو ته د اندېښنې وړ موضوع ګرځېدلې او په دې برخه کې یې د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

خلک وايي چې د خلکو په دغه سیلاب کې ګڼ شمېر په کرونا اخته ناروغان راتېرېدای شي، چې ښايي په هيواد کې د کرونا ویروس پېښې په یوه وار د تمې خلاف ډېرې شي.

د خواله رسنیو ځینو کاروونکو د پاکستان د حکومت دا کار د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې د حکومتي هڅو ناکامول بللي دي.

تورخم او بولدک دروازې تېره ورځ د دریو ورځو له پاره خلاصې شوي دي.

د سې شنبې ورځې تر دولسو بجو په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۲۳ ته رسېدلی، له دې شمېر ۴ په ننګرهار کې ثبت شوي دي.

تر اوسه په هيواد کې په کرونا اخته ۱۰ کسان مړه شوي او ۱۸ نور رغېدلي دي.

د ماليې وزارت د ګمرکونو چارو معینیت ویلي دي، تورخم او بولدک یوازې د مسافرو پر مخ خلاصې شوي او دوی له پاکستان سره د صادراتو او وراداتو په تړاو هم خبرې کړي وې؛ خو تر اوسه هغه هيواد ځواب نه دی ویلی.

امید دیدار/ ننګرهار