1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر تعزیراتو سربیره امریکا ته ډیر چینايي مالونه صادر سوي دي

۱۳۹۷ مهر ۲۱, شنبه

د امريکا متحده ايالاتو او چین ترمنځ پر تجارتي کشمکشونو سربیره امریکا ته په سپتمبر کي د تمي خلاف ډیر چینايي مالونه صادر سوي دي. دا کیدلای سي د دواړو هیوادو ترمنځ د گمرکي شخړي اور نورهم تازه کړي.

https://p.dw.com/p/36U4Y
USA China Symbolbild Wirtschaftskrieg
انځور: picture-alliance/AP Photo/B. Margot

د امريکا متحده ايالاتو ته د چینايي مالونو د صادراتو اندازه د تجارتي شخړي په منځ کي خپل اوج ته رسیدلې ده. لکه څنگه چي د چین گمرکي چارواکو د جمعې په ورځ خبر ورکړ چي په سپټمبر میاشت کي امریکا ته د ۳۴،۱۳ ملیارده ډالره په ارزښت چینايي مالونه صادر سوي دي، چي دا تر تیري اگست میاشتي درې ميلیارده ډالره ډیر دي.

د کال له پیله بیا امریکا ته مجموعأ د ۲۲۵،۷۹ ميلیارده ډالره په ارزښت چینايي مالونه صادر سوي دي، چي تیر کال لا هغه ۱۹۶،۰۱ميلیارده ډالره وه. د امریکا جمهوررييس دونالد ترمپ له ډیره وخته له دې سره مخالفت لري، چي نه باید امریکا ته د چینايي مالونو صادرات پخپله چین ته د امریکايي مالونو تر صادراتو اضافه وي. په همدې خاطر په تیرو میاشتو کي له اقتصادي لحاظه د نړۍ دغو دواړو قوي هیوادونو یو پر بل باندي د ميلیاردونو ډالرو په ارزښت گمرکي تعزیرات وضع کړل.

Symbolbild Export China
انځور: picture-alliance/dpa

پرون پنجشنبې ترمپ بیا په غیر مستقیم ډول سره چین په نورو جزايي تدابیرو باندي تهدید کړ. د امريکا متحده ايالاتو خصوصأ دونالد ترمپ د چین پر ولسي جمهوریت باندي د غیرعادلانه تجارت د عملي کیدلو تور لگوي. له هغې جملې څخه پر چین باندي د چینايي اسعارو د مصنوعي ارزښت ورکولو تور لگول کیږي، تر څو پواسطه یې په خپله نفع د صادراتو په برخه کي گټي په لاس راوړي.

زموږ د آرسیف څخه یو انځوریز البوم:( 03.12.2017)