1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ترکيې باندي نيوکي پر ډېرېدو دي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ مرداد ۶, سه‌شنبه

ناټو د ترکيې په غوښتنه د دغه هيواد د امنيتي حالت په اړه يوه ځانگړې غونډه کوي. خو د کردانو پر کارگر گوند باندي د ترکيې پر يرغلونو باندي نيوکو زور اخيستی دئ. حتي په ناټو کي هم ورباندي نيوکي سوي.

https://p.dw.com/p/1G5aX
انځور: picture-alliance/AA/Veli Gurgah

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، د ترکيې له خوا د کردستان پر کارگر گوند باندي د يرغلونو په اړه اندېښنه ښوولې ده. هغه هيله ښوولې ده چي دواړي غاړي به ژر رغونکو خبرو اترو ته سره کښېني.

په نيويارک کي د ملگرو ملتونو د دفتر له خوا په يوه خپره سوې وينا پاڼه کي راغلي دي چي عمومي منشي بان کي مون پر ټولو اړخونو باندي ږغ کړی دئ چي «مرگوني کړکېچ ته بايد مخه نه کړي، لکه مخکي چي د ترکيې اولس په دې اړه ډېر رنځ گاله.»

د ناټو عمومي منشي ينس ستولنتنبرگ هم د ترکيې لومړي وزير احمد داود اغلو ته ويلي دي چي د کردستان پر کارگر گوند باندي تر هوايي يرغلونو، د سولي د خبرو اترو پروسې ته لومړيتوب ورکړي.

تر دې دمخه د آلمان صدراعظمي انگيلا ميرکل او د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو مسئولي فيدريکا موگريني هم دغه شان څرگندوني کړي وې.

ترکيې د دوشنبې په ورځ هم د کردستان پر کارگر گوند باندي خپلو هوايي يرغلونو ته دوام ورکړ. لومړي وزير داود اغلو تيره شپه په يوه تلويزيوني وينا کي وويل چي د ترکيې پوځ به تر هغو پوري خپلو يرغلونو ته دوام ورکړي، څو د کردستان کارگر گوند خپلي وسلې پر مځکه نه وي ايښي: «وسله او ديموکراسي سر نه سره خوري.»

له بلي خوا بيا په ايتوپيا کي د اوباما د سفر پر مهال د امريکا يوه لوی چارواکي ويلي دي چي واشنگټن او انقره د سوريې په شمال کي د يوې داسي سيمي پر جوړولو باندي سره سلا سوي دي چي ويل کيږي د «اسلامي دولت» ډلي غړي ځني زيږي.

ويل سوي دي چي دغه سیمه به د ترکيې او سوريې د سرحدي سيمي امنيتي وضعيت خوندي کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب