1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر باغوز تر عملياتو د مخه د داعشيانو کورنۍ وتلي

۱۳۹۷ اسفند ۱۶, پنجشنبه

په سوريه کې په اصطلاح د اسلامي دولت يا داعش ترهګرې ډلې له وروستي کلابند شوي پاخه سنگر باغوز څخه، يو وار بيا په سلونو انسانان وتلي دي. په دې کسانو کې د داعش جنگيالو میرمني هم دي چې اوس هم دغه جنگيالو ته وفادارې دي.

https://p.dw.com/p/3Ec26
Syrien Baghouz Zivilisten fliehen aus letzter IS-Bastion
انځور: Getty Images/AFP/B. Kilic

د داعش ضد نړيوال ائتلاف يوه وياند ویلي دي: «موږ اوس پر دې پوهيدلي يو چې د وروستۍ جگړې له پاره هیڅ مهالويش ونه ټاکو.» د سوریې ديموکراتيک ځواک چې انگلسي لنډیز یې «ايس ډي اف» دی  په سوريه کې د داعش د وروستي پاخه سنگر باغوز د بیرته نيولو له پاره د ملیکیانو په پام کې نیولو سره له بيړي کار نه اخلي.

په باغوز کې د داعشيانو شمير ډير زيات نه دی او کلابنده سيمه هم د نيم مربع کيلومتر څخه کوچنۍ ده. خو پر دې سربیره هم د چهار شنبې په ورځ يو وار بيا له دې ځايه په سلونو سړي، ښځې او ماشومان ووتل. له دوی څخه یې ډيری یي بیریدلي او سخت ستړي دي او له لوږې هم کړيږي. په يوه مېدانۍ کي ښځې له خپلو اولادونو سره پر ځمکه ناستې دي. د دوی تورې عبایې پر تن دي، مخونه یې پټ دي او لاسونه یې هم په تورو دستکشو پوښلي دي. 

کله چې د يوه نړيوال تلویزيوني آژانس يو فلم اخيستونکی يوه ډله ښځو ته نزدې شوه، هغوی له غوسې ډک غبرگون وښود. دغه ښځو د «داعش به پاتې وي.» او د «الله اکبر» نعرې ووهلې. هغوی خپل بوټونه وايستل او کمرې ته یې ونيول چې دا په عربانو کې د توهین په معنا ده. له دوی څخه يوه ښځه ظاهروي چې د داعش د يوه وژل شوي جنگيالي کونډه ده.

هغې وويل چې په اصل کې د مراکش ده او د فرانسې تابيعت لري. هغې په سوريه کې د داعش پر مرکزونو د امريکا د هوايي بريدونو په اړه، چې له څو کالونو راهيسې روان دي، وويل: «امريکا له داعش څخه زياته بيره خپروي. هغوی د داعش له غړو زيات خلک وژني او بیروي. داسې ويل کيږي چې موږ نړۍ بیرولی ده خو که رښتيا ووايم  زه داسې فکر نه کوم. ما وليدل چې امريکا راغلې څو د ټولې د نړۍ مسلمانان ووژني، نه يوازې په سوريه کې. نړۍ بايد وپوهيږي چې امريکا ترهگره ده.»

Syrien Baghouz Zivilisten fliehen aus letzter IS-Bastion
د داعش د جنگيالو ميرمنې اوس هم خپلو مړونو ته وفادارې ديانځور: Reuters/R. Said

خو یوه عراقۍ میرمنه بيا يو څه فکرمنده بریښي. هغه په باغوز کې حاکم ناوړه وضعيت چې د داعش خلافت پکښې تر يوې ډېرې کوچنۍ سيمې پورې محدود شوی دی، اوس داسې تشريح کوي. «دا یو ناورین دی. موټرې سوځيدلي او کورنه ويجاړ دي. پر سړکونو او کوڅو کې سوځيدلې ښځې او ماشومان وينو، ما په خپلو سترگو سوځيدلي جسدونه ليدلي دي.»

يوې بلې بيلجمۍ ښځې وويل چې په وروستي ځل یې ترکاري نهه مياشتې مخکې خوړلې وه. يوه بله ښځه چې سنا نوميږي د فنلند ده او له سره تر پښو پورې په توره عبايه کې پټه ده چې بيرته کورته د ستنېدو هيله لري. هغه زياتوي: «ما دلته عادي ژوند تېر کړی او هیڅ جرم مې نه دی کړی. زه هېله لرم چې حکومت به دا درک کړي چې زه يو عادي کس يم او په فنلند کې هم يو نورمال ژوند تیرولی شم، پرته له محاکمې. کاش چې دلته هيڅ نه وای راغلی. خو زه اوس نه تاريخ ته تغیر نه شم ورکولی او نه هم خپل ماضي ته. دا به زما قسمت وو.»

بالآخره دا ښځې او ماشومان په يوه بار وړونکې لارۍ کې مهاجر کمپ ته انتقال شول. د سره صليب په حواله دغه کمپ له خلکو ډک دی: د دغه ټولنې له خوا ويل شوي چې داسې فکر نه کيده چې په باغوز کې به لا دومره ډير انسانان وي.

زموږ له آرشيف څخه