1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر اروپايي هیوادونو د کډوالو ویش پیل شو

ستاز جهش (آژانسونه)۱۳۹۴ مهر ۱۷, جمعه

پر اروپايي هیوادونو باندې د کډوالو د ویشلو پر سر تر تودو بحثونو وروسته، د دې ټولنې هیوادونو ته د کډوالو د استولو بهیر پیل شو. په لومړي اقدام کې ۱۹ ایریتریایي کډوال له ایټالیا څخه سویدن ته ولیږدول شول.

https://p.dw.com/p/1Glsp
انځور: Reuters/R. Casilli

اروپايي ټولنې سویدن ته د ۱۹ ایریتیریایي کډوالو له استولو سره، د دې ټولنې پر هیوادونو باندې د کډوالو د ویشلو بهیر پیل کړ. دغو کډوالو ته د مخه ښه په مراسمو کې د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو کمیسار ایمیتریاس افراموپولوس، د اروپايي ټولنې د کډوالو مسوول جین اسلبورن او د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر انجیلینو الفانو حاضر وو.

د اروپا د کورنیو چارو کمیسار وویل: «دا موضوع کولای شي ورسوي چې موږ پر دغې ستونزې برلاسي کیدای شو.»

پلان شوې ده چې په ټولیزه توګه په یونان او ایټالیا کې میشت ۱۶۰ زره کډوال د دغې ټولنې نورو هیوادونو ته ورسول شي.

د ایتالیا د کورنیو چارو د وزیر په خبره په راتلونکې اوونۍ کې به شاوخوا ۱۰۰ نور کډوال هم په بیلابیلو پروازونو کې د هالند په شمول د اروپايي ټولنې نورو غړو ته ولیږدول شي.

هغه د دغه بهیر د پیلیدو له ستاینې سره وویل: «دا کار کیدای شي د اروپایي بریا یوه بیلګه وبلل شي چې ښيي دغه ټولنه پر خپل یووالي او د مسوولیت پر منلو خبره ده.»

د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه تر څو میاشتو خبرو اترو وروسته پر دې موضوع باندې موافقې ته ورسیدل چې کډوال د سهمیې پر اساس د دغې ټولنې پر غړو هیوادونو باندې وویشي. د شوې موافقې له مخې د دوو کلونو په جریان کې به ۱۲۰ زره کډوالو د اروپايي ټولنې پر غړو هیوادونو وویشل شي. اوس مهال دغه کډوال له ایټالیا او یونان هیوادونو څخه نورو اروپايي هیوادونو ته استول کیږي. تر دې مخکې د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه د ۴۰ زره کډوالو پر ویشلو سره موافقې ته رسیدلي وو.

نیوکو ته د افامپولو ځواب

د هغو پناه غوښتونکو د شمیر په اړه چې سویدن ته لیږدول کیږي، ځینې نیوکې هم مطرح شوي دي. خو افامبولو، په ځواب کې ویلي دي چې د دغو کډوالو شمیر مهم نه دی، بلکې تر هغه مهم د دغه بهیر پیلیدل دي. پر دې سربیره یو شمیر ایټالیاوي رسنیو خبر ورکړی دی چې یو شمیر ایریتریایي کډوال سویدن ته تلو ته نه دي چمتو شوي.

د اروپايي ټولنې کمیسار په دې اړه ویلي دي: «هیڅوک د خپلې خوښې خلاف یوه کار کولو ته نه اړیږي خو باید پر نیول شویو پریکړو عمل وشي. پر اروپايي هیوادونو د کډوالو ویش د دې پر اساس نه کیږي چې څوک غواړي کوم هیواد ته ولاړ شي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب