1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

پخوانی کوماندو ښايي په افغانستان کې د ناټو ځواکونو مشر شي

۱۳۹۷ خرداد ۲, چهارشنبه

یوه امريکايي چارواکي ویلي دي چې پنتاګون غواړي د ځانګړو ځواکونو یو پخوانی سرتیری په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو د قوماندان په توګه ونوموي.

https://p.dw.com/p/2y9Z5
US Fallschirmjäger Afghanistan Paktika Abzug Truppen
انځور: picture-alliance/dpa/U.S. Army Pfc. Andrya Hill

دغه چارواکي ویلي دي چې تمه کیږي چې ډګر جنرال سکات میلر، به په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو مشرتوب ته ونومول شي.

میلر چې ۵۷ کلن دی دوه کاله د «ګډو ځانګړو عملیاتو» مشرتوب هم کړی دی او د امریکا د کوماندو ځواکونو د رهبرۍ اوږده تجربه هم لري.

که سنا د هغه کانديدي تایید کړي، نو میلر به په افغانستان کې د جان نیکولسن ځای ناستی شي. نیکولسن له دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو مشري پر غاړه لري.

د میلر د نوماندي په اړه والستریت ژورنال خبر ورکړی. که ميلر افغانستان ته واستول شي نو هغه به د څلور ستوري جنرال رتبې ته ارتقا وکړي.

افغانستان ته ددغه امریکایي جنرال پر لېږلو په داسې حال کې فکر کيږي چې ځايي امنیتي ځواکونه په وروستیو وختونو کې د طالبانو او داعش ترهګرې ډلې د بریدونو تر فشار لاندي دي.

اوس مهال په افغانستان کې نزدي ۱۴۰۰۰ امریکایي ځواکونه میشت دي، چې اصلي دنده یې ځایي ځواکونو ته روزنه ورکول او د هغوی ملاتړ دی. پر دې سربیره یو شمیر امریکایي ځواکونه په افغانستان کې د ترهګری ضد عملیات هم پر مخ وړي.

د دغه رپوټ په اړه د پنتاګون له خوا یوه اعلامیه خپره شوې ده چې پکښې راغلي دي چې دغه اداره اوس د اعلانولو له پاره هیڅ هم نه لري.