1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: پخوانی افغان وزير له ماسک جوړونکي شرکت سره کار کوي

۱۴۰۰ آذر ۱۶, سه‌شنبه

يو څو مياشتې پخوا سيد احمد شاه سادات هغه وخت د خبرونو سرټکی وگرځید کله چې يې د خوراک لېږدونې په برخه کې کار پيل کړ. نوموړي اوس د ماسکونو جوړولو يوه شرکت کې کار موندلی دی.

https://p.dw.com/p/43uww
Deutschland | Afghanischer Ex-Minister Sayed Sadaat arbeitet als Lieferando Fahrradkurier
انځور: Hanibal Hanschke/REUTERS

سادات اوس د «سيمپل برېت» شرکت سره کار کوی چې د اف اف پي ۲ ماسکونو يو نوتاسيسه جوړونکی شرکت دی. دغه شکرت د کرونا ویروس پر ضد ماسکونه جوړوي. دغه خبره د ياد شرکت اجرائيوي مدير، ماکسيميليان کارل شميت، وکړه. سادات په اوونۍ کې څلور ورځې د بټۍ د ماشينونو د چلونکي په صفت کار کوي. د ماسکونو جوړولو تر څنګ دغه شرکت هڅه کوي چې د معلوماتي ټکنالوژۍ د مشورت په برخه کې هم تجارت پيل کړي.

شميت وويل چې «د اوونۍ يوه ورځ بيا ښاغلی سادات د دغه نوي شرکت د تاسيس له پاره هم کار کوي. د جنورۍ مياشتې څخه به هغه په بشپړ ډول د معلوماتي ټکنالوژۍ د مشاور په توګه کار کوي.» سادات وايي چې هغه د ولسمشر اشرف غني تر مشرۍ لاندې له افغان حکومت سره يو ځای شو وروسته له هغه چې ډېر کلونه يې د مخابراتو په صنعت کې د کارپوه په صفت کار کړی وو.

Deutschland | Afghanischer Ex-Minister Sayed Sadaat arbeitet als Lieferando Fahrradkurier
انځور: Hanibal Hanschke/REUTERS

سادات وايي چې په ۲۰۱۸ کال کې يې استعفا ورکړه وروسته له هغه چې غني ته د نژدې حلقې د غړو له خوا تر فشار لاندې راغی. نوموړی په ۲۰۲۰ کال جرمني ته په دې هدف راغی چې د مخابراتو په برخه کې خپل کار ته دوام ورکړي. شميت وايي چې »ما په رسنيو کې د هغه کيسه واورېده او هغه ته مې وليکل.»

شميت په دې لړ کې د رسنيو هغه پوښښ ته اشاره وکړه چې سادات پکې هغه نارنجي يونيفورم په تن لري چې د ليفراندو اپليکيشن د خوړو لېږدونکي کسان يې اغوندي. شميت زياته کړه چې «په جرمني کې د خلکو استعداد ضايع کيږي. له دې کبله مې فکر وکړ چې هغه ته بايد يو چانس ورکړل شي.»