1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

پخواني امریکايي پوځیان: د افغانستان جګړه په کولو نه ارزیده

۱۳۹۸ تیر ۲۰, پنجشنبه

د چهارشنبې په ورځ د یوې خپرې شوې نظر پوښتنې په حواله زياترو پخوانيو امريکايي پوځیانو و ويلي چې د افغانستان اتلس کلنه جګړې د پر مخ بیولو ارزښت نه درلود. پخواني عسکر همدا راز د عراق او داعش ضد جګړه هم بې ارزښته بولي.

https://p.dw.com/p/3Lvyp
Afghanistan US-Soldat auf Militärfahrzeug in Herat
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/J. Rezayee

د دې نظر پوښتنې نتايج په داسې حال کې خپريږي چې امريکا متحده ايالات او طالبان د هغې جګړې پای ته د رسولو له پاره په خبرو اترو بوخت دي چې په ۲۰۰۱م کال کې په نيويارک کې تر بريدونو وروسته امريکا پېل کړې وه.

د پيو څېړنيزې موسسې له خوا چې دا سروې ېې ترسره کړې، ويل شوي: «د پخوانيو عسکرو ۵۸ سلنه او عوامو ۵۹ سلنه اکثريت ويلي چې د افغانستان جګړه په پرمخ بیولو نه ارزيده.»

د عراق او په سوريه کې د داعش ډلې پر ضد د امريکا د پوځي مداخلې په اړه هم ورته نظر موجود دی. ۶۴ سلنه پخوانيو عسکرو  د عراق او ۵۵ سلنه د داعش د جګړې په اړه ويلي چې د «کولو ازرښت یې نه درلود».

د پيو څېړنيز مرکز له خوا زياته شوې: «هغه عسکرو چې په عراق او يا افغانستان کې یې جګړه کړې، د هغو په پرتله چې په دې جګړو کې یې برخه نه ده اخیستې، اوس له دغه جګړو او هلو ځلو څخه نور ملاتړ نه کوي. د عسکرو نظرونه د رتبو او يا جنګي تجربو پر اساس توپير نه لري.»

د امريکا حکومت ويلي چې په سبتمبر مياشت کې په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو ترمخه له طالبانو سره يوه سياسي جوړ جاړي ته رسېدل غواړي څو بهرني ځواکونه وکولی شي له دغه هېواده په وتلو پېل وکړي.

(bs/ms (AP