1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پتنگ: د سیمه ییزو پولیسو د بدنامولو هڅې کیږي

۱۳۹۱ مهر ۶, پنجشنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر غلام مجتبی پتنګ، د پنجشنبې په ورځ د سیمه ییزو پولیسو د وضعیت د ارزونې په موخه جوړې شوې غونډې ته وویل چې وسلوال مخالفین هڅه کوي چې د عامو خلکو ترمنځ د سیمه ییزو پولیسو اعتبار له منځه یوسي.

https://p.dw.com/p/16GWN
انځور: AP

ښاغلي پتنګ د سیمه ییزو پولیسو د فعالیتونو په اړه خوښي څرگنده کړه او ادعا ئې وکړه چې د لیرو پرتو سیمو اوسیدونکي هم له هغوی خوښ دي.

خو په عین حال کې ښاغلي پتنگ ومنله چې په ځینو سیمو کې د سیمه ییزو پولیسو تر نامه لاندې خلک زورول کیږي. هغه زیاته کړه: «دغه کسان سیمه ییز پولیس نه دي، بلکې د سیمه ییزو پولیسو په نوم ناقانونه وسله وال کسان دي چې فعالیت کوي. خو زموږ کشفي او استخباراتي ارګانونه دغه مسله په جدیت سره څېړي چې خلک د سیمه یيزو پولیسو او ناقانونه وسله والو ډلو په توپیر وپوهیږي.»

د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې اوس د ۳۱ ولایتونو په ۱۳۸ ولسوالیو کې سیمه ییز پولیس د خلکو د امنیت ساتنې په موخه په دندو ګمارل شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر وویل چې تردې وروسته به د سیمه ییزو پولیسو مسئولیت د ولایتونو د امنیه قوماندانانو پر غاړه وي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د امنیه قوماندانیو د امنیت امرانو د دغو ځواکونو د ادارې مسئولیت پر غاړه لاره.

د سیمه ییزو پولیسو پر وړاندې ننګونې

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزیر د تجهیزاتو نشتوالی، پر وخت د معاشونو نه رسیدل او دې ورته ډېرې نورې ستونزې د سیمه ییزو پولیسو پر وړاندې ستر خنډونه وگڼل. هغه وویل: «دا ستونزې په سیمو کې د سیمه ییزو پولیسو د کمزوري کېدو سبب ګرځي.»

خو غلام مجتبی پتنګ هیله څرگنده کړه چې د نړېوالې ټولنې په همکارۍ او د سیمه ییزو پولیسو تر تمویل او سمبالښت وروسته به دغه پولیس په کلیو او بانډو کې د ښې امنیتي وضعې په رامنځ ته کولو کې لا مؤثر نقش ولوبوي.

سیمه ییز پولیس د امریکايي جنرال دیوید پیتریوس، د پلان له مخې رامنځ ته شول. د هغه له پلان سره سم افغان دولت سیمه ییزو خلکو ته وسلې ورکړې او له هغوی څخه ئې وغوښتل چې د طالبانو پر وړاندې له خپلو سیمو څخه ساتنه وکړي. که څه هم په لومړي سر کې افغان حکومت د دې پلان مخالفت وکړ خو د وفت په تیریدو سره ئې خپل موقف ته بدلون ورکړ او له سیمه ییزو پولیسو څخه ئې خپل ملاتړ اعلان کړ.

اسماعیل شاکر/ کابل
کتونکی: مسعود جهش