1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستانی مهاجر: ليونی نه يم چې پاکستان مې پريښود

۱۳۹۶ آبان ۶, شنبه

عمر وايي چې وروسته له هغې اروپا ته مهاجر شو چې پاکستاني طالبانو يې پلار او ورور ووژل. هغه شپږ مياشتې پلې مزل وهلی تر څو اروپا ته ورسيږي، خو اروپا کې هر څه هغه شان نه وو چې دې يې فکر کاوه.

https://p.dw.com/p/2mf5j
Flüchtlinge an der griechisch-mazedonischen Grenze bei Idomeni NEU
انځور: DW/D. Cupolo

د فرانسې په کاله ښار کې ميشت دغه پاکستانی مهاجر وايي چې په ۲۰۱۶ کال کې يې پاکستاني طالبانو پلار او وروو ورووژل. ۲۴ کلن عمر اسوشتيد پريس خبري آژانس سره په مرکه کې وويل چې طالبانو يې له پلار څخه د « يو زوی» ورکولو غوښتنه وکړه، خو کله يې چې پلار مخالفت وکړ وسلوالو يې پلار او ورور ووژل.

عمر د خپل بشپړ نوم د نه ښودلو په شرط وويل، هيڅ څوک پرته له دليله خپل هيواد نه پريږدي، « زه ليونی نه يم چې خپل پاکستان مې پريښود. که هر څوک دغه کار کوي تر شا يې يوه وجه شته».

عمر د خپل مهاجرت په اړه وويل چې شپږ مياشتې يې پلې مزلونه وکړل تر هغې چې ختيځې اروپا ته ورسيد. هغه وايي چې دغه مقصد له پاره ايران ته ولاړ او له هغه ځايه د واورو ډکو لارو په وهلو يې ځان تر اروپا رسولی دی. عمر وايي چې دا له حده زيات ستونزمن سفر وو، خو ده له پاره له دې پرته بله چاره نه وه.

کله چې دغه پاکستاني مهاجر اسوشتيد پریس ته خپلې کيسې کولې، سترګې يې له اوښکو ډکې وې. د هغه په وينا، کله يې چې مور له دې خبره شوه چې وسلوالو طالبانو يې خاوند او زوي وژلی دی، ورته يې وويل چې « ما ستا پلار او ورور له لاسه ورکړل، خو اوس نه غواړم چې ته مې له لاسه ووځې». د عمر په وينا چې له هغې وروسته يې له پاکستانه د وتلو پريکړه وکړه او اروپا ته مهاجر شو.

اوس عمر غواړي چې په يو ډول نه يو ډول سره، ځان برتانيا ته ورسوي، په داسې حال کې چې په کاله کې امنيتي تدابير هم زيات کړل شوي دي. عمر يوازې د لسو ورځو په دننه کې څلور ځله هڅه کړې ده چې له کالې څخه په يوه لارۍ ځان پټ او بريتانيا ته واوړي، خو بريالی شوی نه دی.

د فرانسې په دغه بندري ښار کې د مهاجرو د تم کيدو يوه وجه همدا ده چې دوی غواړي د هرې ممکنې لارې له دغه ځايه ځان بريتانيا ته ورسوي.

فرانسې د ۲۰۱۶ کال په اکتوبر مياشت د يو عمليات په ترڅ کې کاله کې د مهاجرو کمپ چې په «ځنګل» هم مشهور وو په جبري توګه وتاړه او مهاجر يې نورو سيمو ته وليږدول.

په دغه کمپ کې تر اته زرو پوروې مهاجر ميشت ول. ويل کيږي چې دغه مهاجر اوس يو ځل بيا ورو ورو د راټوليدو په حال کې دي. د اټکل له مخې حاضردمه هم په کاله کې شاوخوا ۶۰۰ تنه مهاجر اوسيږي.

داسې رپوټونه هم خپاره ورکړل شوي دي، چې د کالې مهاجر اوس بريتانيا ته د تلو په موخه بلجيم ته مخه کړې ده.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (03.03.2016):