1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني چارواکي: کراچۍ ته څیرمه مسافر وړونکي الوتکه لویدلې

۱۳۹۹ خرداد ۲, جمعه

پاکستاني چارواکو ویلي چې کراچۍ ښار ته څیرمه یې د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت یا پي آی اې اړوند یوه مسافر وړونکې الوتکه را لویدلې ده. په دغه الوتکه کې چې له لاهور ښار څخه کراچۍ ته پر لاره وه، ۹۹ تنه کسان سپاره وو.

https://p.dw.com/p/3ccGu
Fluggesellschaft Airbus A310 308 der Pakistan International Airlines PIA
انځور: Imago/Star-Media

د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د مې میاشتې په ۲۲مه نیټه) پاکستاني چارواکو وویل چې کراچۍ ښار ته نیږدې د پاکستاني د نړیوال هوايي شرکت یا پي آی اې اړوند یوه مسافر وړونکې الوتکه را لویدلې ده. چارواکو ویلي چې یادې الوتکې له لاهور ښار څخه پراوز کړی وو او پکې ۹۹ کسان سپاره وو.

د پاکستان د هوايي چلند د ادارې یوه ویاند عبدالستار خوکهر، د یادې پیښې په هکله وویل: «د PK 8303 الوتکه چې ۹۹ مسافرین او ۸ تنه د الوتکې کارمندان پکې سپاره وو، را لویدلې ده.» دغه چارواکي د تلفاتو په هکله جزئیات نه دي ورکړي.

په عین وخت کې د پاکستان پوځ ویلي چې د دوی د چټک غبرګون او نیمه ملیشه ځواکونه د پیښې سیمې ته رسیدلي دي او د ملي ادارو ترڅنګ د ژغورنې عملیات ادامه لري.

بل لوري ته د پاکستان ځايي رسنۍ بیا د الوتکې د رانسکوریدو په سیمه کې د خلکو د ګڼه ګوڼې انځورنه خپروي. په دغو انځورونو کې ښکاري چې په یاده سیمه کې ډیر خلک ژوند کوي او امبولانسونه هڅه کوي چې د پیښې سیمې ته ځانونه ورسوي. د تلویزیون په دغو انځورونو کې د پیښې له سیمې څخه تور دودونه هم ښکاري.