1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

پاکستاني پوځي محکمو نزدې ۳۰ تنو ته د اعدام سزا اورولې

۱۳۹۷ شهریور ۲۰, سه‌شنبه

د پاکستاني چارواکو په وینا د دغه هیواد د پوځ مشر د دوشنبې په ورځ د ۱۳ یاغیانو د مرګ سزا تائید کړه. په دې سره په تیره میاشت کې د پټو پوځي محکمو له لوري لږ تر لږه ۲۸ کسانو ته د مرګ سزا اورل شوې ده.

https://p.dw.com/p/34ezy
Deutschland Galgen im Neanderthal Museum Mettmann
انځور: picture-alliance/dpa/R. Weihrauch

د پاکستان پوځ ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د سپتمبر لسمه) د مرګ په سزا ۱۳ محکوم شوي یاغیان پر وسله والو ځواکونو باندې په بریدونو، د ښوونځیو په ویجاړولو او د بې ګناه ملکي کسانو په وژلو کې ښکیل دي. د پاکستان د پوځ له لورې په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي دي: «په ټوله کې هغوی د ۲۰۲ کسانو په وژنه کې ښکیل دي چې په کې ۱۵۱ ملکیان او ۵۱ امنیتي ځواکونه شامل دي.»

زیاته شوې ده چې پر دې سربیره د مرګ په سزا محکوم شوي د نورو ۲۴۹ تنو د ټپي کیدو په تړاو هم ګرم دي.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغو ۱۳ کسانو ته وروسته له هغې د مرګ سزا اورل کیږي چې د پاکستان پوځ د اګست میاشتې په ۱۶مه نیټه اعلان وکړ چې ۱۵ یاغیان یې د مرګ په سزا محکوم کړي. د بشري حقونو ډلو پر نیوکو سربیره د پوځي محکمو له لوري پوځ ته اجازه ده چې د ترهګرۍ پر تور ملکیان محاکمه کړي.

دغه پوځي محکمې د ۲۰۱۴م کال په دسمبر میاشت کې په پيښور کې پر یوه ښوونځي باندې د طالبانو د برید وروسته رامنځ ته شوې. په دغه برید کې ۱۵۰ تنه وژل شوي وو چې زیاتره یې د ښوونځي ماشومان وو. تر دغه برید وروسته هغه مهال حکومت د مرګ په سزا لګیدلی مؤقتي بندیز لېرې کړ. له هغې وروسته ډیر شمیر یاغیان د مرګ په سزا محکوم شوي دي.

د بخښنې د نړیوال سازمان په وینا د چین پرته، په ۲۰۱۷م کال کې د ټولو تر سره شوو اعدامونو ۸۴ سلنه په ایران، سعودي عربستان، عراق او پاکستان کې عملي شوي دي. فعالان وایي پټې پوځي محاکمي د قانون حاکمیت تر پښو لاندې کوي او د محاکمې وروسته د مرګ سزا له تورنو کسانو څخه د ژوند حق اخلي.

د حقوق پوهانو د نړیوال کمیسیون حقوقي سلاکار ریما عمر، د فرانسې له خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي چې «د ملکیانو پټې پوځي محاکمې د عادلانه محاکمې اساسي تضمین تر پښو لاندې کوي چې د قانون حاکمیت او بشري حقونو ته سخته ضربه ده.»

پاکستان له ۲۰۰۴م کال راهیسې پر خپله خاوره د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي. که څه هم په تیرو کلونو کې په دغه هیواد کې په امنیتي وضعیت کې ډیر ښه والی رامنځ ته شوی دی خو په ۲۰۱۷م کال کې پارلمان د نورو څلورو کلونو له پاره د پوځي محکمو د کار کولو موده وغځوله.

که څه هم د پاکستان د پوځ له لوري په خپرې شوې اعلامیې کې د محکومو شوو کسانو د اعدام له نیټې څخه یادونه نه ده شوې، خو د فرانسې د خبري آژانس رپوټ په حواله په تیرو وختونو کې تر سزا اورولو وروسته له ۲۴ څخه په ۴۸ ساعتونو کې دغه ډول اعدامونه تطبیق شوې دي.

زموږ له آرشیف څخه: