1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستاني طالبانو پر پوليسو د بريد مسئوليت منلی دی

۱۴۰۱ دی ۳۰, جمعه

د پاکستان چارواکي وايي چې د دغه هيواد په شمال لويديځ کې د پولیسو پر یوه پوسته د وسله والو په برید کې د پولیسو درې افسران وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. د حملې مسئولیت پاکستاني طالبانو منلی دی.

https://p.dw.com/p/4MTHg
د آرشیف انځور، کراچۍ - پاکستاني پولیس د یوې چاودنې پېښې په ځای کې
د آرشیف انځور، کراچۍ - پاکستاني پولیس د یوې چاودنې پېښې په ځای کې انځور: Fareed Khan/AP Photo/picture alliance

اسوشتید پریس خبري آژانس وايي چې د پولیسو د تلاشۍ پر پوسته دغه حمله د پنجشنبې په ورځ شوې چې وسله والو پکې له لاسي بمونو او وسلو څخه استفاده کړې ده.

حمله د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په جمرود ښارګوټي کې شوې ده. د ځايي پولیسو مشر عمران خان وويل چې يوه حمله کونکي ځان ته چاودنه ورکړه او نور وسله وال د پېښې ځای ته له نژدې سېمې پولیسو تر رسيدلو وروسته په یوه لارۍ کې وتښتيدل چې د موندلو په موخه ېې لټون پيل شوی دی.

پېښور: د وسله والو په برید کې د پولیسو درې افسران وژل شوي

پاکستاني طالبان چې په تحریک طالبان پاکستان هم یاديږي، د دغې حملې مسئولیت پر غاړه اخیستی دی. محمد خراساني، چې ځان د پاکستاني طالبانو ویاند بولي، تر حملې وروسته ېې په سملاسي توګه د بريد مسئوليت منلی دی.

پاکستاني طالبان چې له افغان طالبانو څخه جلا ډله ده، په تېر نومبر کې ېې له اسلام آباد سره د یو اړخیز اوربند د پای اعلان وکړ. تر هغه وروسته دغې ډلې د پاکستان پر امنيتي ځواکونو خپلې حملې ډيرې کړي دي.

«په پنجاب کې د پاکستان دوه استخباراتي افسران وژل شوي»

(AP)mks/nz