1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني طالبانو له حکومت سره اوربند تمدید نه کړ

۱۴۰۰ آذر ۱۹, جمعه

پاکستاني طالبانو اعلان کړی دی چې  له حکومت سره يو مياشنی موقت اوربند نه تمديدوي. دې چارې د تاوتریخوالي د لړۍ د بیا پیلیدو په هکله اندیښنې راولاړې کړي دي. حکومت لا په دې هکله په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

https://p.dw.com/p/444zH
Pakistan | Selbstmordanschlang in Quetta
انځور: Ghani Kakar

تیره شپه پاکستاني طالبانو (تحریک طالبان پاکستان) په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې حکومت د اوربند د شرایطو په پوره کولو کې چې د بندیانو آزادول او د مذاکراتي کمیټې جوړول وو پاتی راغلی دی. 

د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني له لوري د خپرې شوې اعلامیې په پای کې ویل شوي چې «زموږ له پاره د اوربند پر مخ بیول ممکن نه دي» او حکومت خپلې ژمنې نه دې پوره کړي.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه یو میاشتنی اوربند د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په منځګړتوب رامنځ ته شوی وو او د نومبر میاشتې له نهمې نېټې راهيسې نافذ وو.

یاد خبري آژانس په خپل رپوت کې لیکلي دي چې د حقاني شبکه د پاکستان استخباراتي ادارې ته نزدې انګیرل کیږي او دغه شبکه پر پاکستاني طالبانو هم نفوذ لري چې اوس ظاهرا په افغانستان کې فعالیت لري. د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴م کال کې د دغه ډلې پر ضد پوځي عملیات ترسره کړي ول.

د آلمان خبري آژانس د یوې استخباراتي سرچینې له قوله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی لیکلي دي چې دواړو لورو د اوربند د غځولو په هکله خبرې اترې کولې خو په وروستۍ دقیقه کې مذاکرات ناکامه شول.

په تیرو لسیزو کې د طالبانو د بریدونو په پایله کې شا او خوا ۸۰۰۰۰ پاکستاني ملکیان او پوځي پرسونل وژل شوي دي.