1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

پاکستاني طالبانو د خپل مرستیال وژل تائید کړل

۱۳۹۶ بهمن ۲۳, دوشنبه

د دوشنبې په ورځ پاکستان طالبانو د امریکايی بې پیلوټه الوتکې په برید کې د خپل مرستیال وژل تائید کړي دي. دغه برید تیره اونۍ د افغانستان پولې ته څیرمه د پاکستان په خاوره کې ترسره شوی وو.

https://p.dw.com/p/2sXN0
Pakistan Taliban Anführer Sajna
انځور: picture alliance/dpa

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د پاکستاني طالبانو د مرستیال خان سید محسود چې په «سجنا» مشهور دی، وژل کیدل د دې تندلارې ډلې له پاره ستر ګوزار ګڼل کیږي. دغې ډلې د تیرې لسیزې په ترڅ کې شاوخوا ۷۰ زره پاکستانیان په چاودنو او نورو بریدونو کې وژلې دي.

رپوټ زیاتوي سجنا چې د پاکستاني طالبانو د تر ټولو د سترې او وژونکې څانګې مشري یې پر غاړه لرله، تیره اونۍ د پاکستان په شمالي وزیرستان کې د امریکايي شکمنې بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې په نخښه کړل شو.

پاکستان طالبانو رسنیو ته د اعلامیې په استولو د هغه د مرګ په هکله آوازو ته د پای ټکی کیښود. د پاکستاني طالبانو په اعلامیه کې راغلي: «موږ د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د خپل مشر وژل کیدل تائیدوو.»

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۵م کال کې رسنیو رپوټ ورکړی وو چې سجنا د افغانستان په خاوره کې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی وو، خو وروسته بیا دغه خبر ناسم وو.

په داسې حال کې چې دا ځل هم د هغه د مرګ په هکله پراخې آوازې روانې وې، رسنیزو سازمانونو د هغه د مرګ خبر په هکله له احتیاطه کار اخیست.

د پاکستاني طالبانو مرستیال سجنا وروسته له هغې ډیر ځواکمن شو، چې په ۲۰۱۱م کال کې یې د پاکستان په کراچۍ ښار کې یو برید طرح کړ.

تر دې یو کال وروسته، د هغې ډلې وکولی شول چې د پاکستان په شمال لویدیڅ کې پر یوه زندان برید وکړي او شاوخوا ۴۰۰ زندانیان آزاد کړي چې لږ تر لږه نیمايي یي جنګیالي وو.

پاکستان طالبانو مفتي نور ولي محسود د خپلې ډلې مرستیال او د سجنا ځای ناستی ټاکلی دی. د مفتي نور ولي محسود په هکله ډیر معلومات په لاس کې نشته، خو ویل کیږي چې هغه په افغانستان کې له طالبانو سره هم ډیر فعال وو.

زموږ له آرشیف څخه: