1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان کې له سلو ډیر کسان وژل شوي

۱۳۹۶ تیر ۴, یکشنبه

د پاکستان په بهاولپور کې په لویه لار باندې د تیلو د یوه ټانکر د چپه کیدو او اور اخیستنې له امله له سلو ډیر کسان وژل شوي. دغه کسان په داسې حال کې وژل شوي چې له چپه شوي ټانکر څخه یې تیل ایستل او تیلو اور اخیستی.

https://p.dw.com/p/2fKtk
Pakistan brennender Tanklastwagen nahe Mastung
انځور: Imago

ځايي رسنیو د یکشنبې په ورځ رپوټ ورکړی چې د یکشنبې په ورځ د پاکستان په بهاولپور کې په یوه لویه لار د تیلو د ټانکر د چپه کیدو او اور اخیستنې په پیښه کې له سلو ډیر کسان وژل شوي او له ۷۵ ډیر کسان بیا سخت ټپي شوي دي.

په لاهور کې د دویچه ویله خبریال، تنویر شهزاد بیا وايي چې د مړو شمیر ۱۲۳ کسان دی.

په عین حال کې د ژغورنې د ځايي ډلې یو چارواکی، رضوان نصیر بیا وايي چې ځینې مړي ان د پیژندلو نه دي. په سیمه کې د ژغورنې عملیات ادامه لري او د اور وژنې ډلې وکولای شول چې اور مړ کړي.

په پاکستان کې د خرابو سړکونو او د موټر چلوونکو د بې پامۍ له امله وخت نا وخت ترافیکي حادثې پیښیږي. په ۲۰۱۵م کال کې لږ تر لږه ۶۲ کسان د پاکستان په جنوب کې هغه وخت ووژل شول چې د سپرلیو یو بس د تیلو له یو ټانکر سره ټکر وکړ.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (14.04.2015):